د لوګرد شهیدانو او معلولانو چارو ریاست مسوولان وایي چې د مرکز پل‌علم او ولسوالیو په ۵زره او ۵سوه معلولانو او د شهیدانو کورنیو په ورثه باندې ۲۶۲ میلیونه افغانۍ د تېر یوه کال کلني حقونه ووېشل شول.

د دغه ولایت د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست رییس مولوي نیاز محمدهجرب پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، د لوګر په معلولانو او د شهیدانو کورنیو ورثه باندې کلني حقونه په ډېره شفافه توګه ووېشل شول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هجرب همدارنګه زیاته کړه، د شهیدانو او معلولانو چارو ریاست د یوشمېر کورنیو او نړیوالو بنسټونو په همکاري د ۱۵ ملیونه افغانیو په ارزښت خوراکي او غیرې خوراکي توکي هم په معلولانو او شهیدانو ورثو په کورنیو وېشلي دي.

د ده په وینا، د ښې روڼتیا په موخه د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت په لارښوونه یې د تېرو اتو میاشتو راهیسې د معلولینو او شهیدانو کورنیو د ورثو ثبت او راجستر دوباره پيل کړی ده او تراوسه پورې یې زرګونه معلولین او د ورثو کورنۍ ثبت او راجستر کړي دي.

د پل علم یوه اوسیدونکي عبدالخالق چې په غبرګو پښو معلول سلام‌وطندار ته وویل، خوښ ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري د معلولینو او شهیدانو ورثو کورنیو ته د تېر یوه کال حقونه ورکړل شول.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی ټينګار کوي چې یاد وزارت ته پکار د چې د تېرو کالونو د معلولینو او شیهدانو ورثو کورنیو پاتې حقونه هم ورکړي، څو پورې معلولین او د شهیدانو کورنیو ورثه له سوال او ګدایي څخه مخ وګرځوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام