د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولان وايي چې نن پنجشنبه، وري اوومه، ۲۲۰ ځوانان له شپږ مياشتني حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول.

د پکتيا کار او ټولنيزو چارو رییس قاري محمدرحيم نصرت د يادو کسانو فراغت مراسمو کې وويل چې دغه کسانو ته په پنځه برخو کې شپږ مياشتني عملي او نظري زده‌کړې ورکړل شوي دي.

هغه وويل چې له حرفوي زده‌کړو فارغ ځوانان به په راتلونکي کې له يادو زده‌کړو څخه په استفادې خپل کاروبار ځانته برابر او کورنيو ته به نفقه برابروي. «نن ورځ مو پينځو برخو کې برق، موټرسيکل، نجاري ،خياطي او موبايل ترميم برخو کې ۲۲۰ تنه ځوانان له شپږ مياشتنيو حرفوي زده کړو فارغ کړل.»

هغه زياته کړه چې د حرفوي زده‌کړو ياد پروګرامونه د د ځوانانو لپاره د بې کاري کچې کمولو کې مرسته کولی شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال له حرفوي زده‌کړو فارغ شوي ځوانان هم خوښي څرګندوي چې په بېلابېلو برخو کې ورته د يو کسب د زده‌کړې زمينه برابره شوې وه.

د برق له څانګې فارغ شوي امان‌الله وويل چې د برق برخه کې يې عملي او نظري زده‌کړې ترلاسه کړې او له دې وروسته به خپل کاروبار کوي.

له حرفوي زده‌کړو يو شمېر نورو فارغ شوي ځوانانو هم وويل چې د زده کړو دا ډول پروګرامونه په خاص ډول د هغو ځوانانو لپاره مهم دي چې د کورني سرپرستي ور تر غاړي وي.

یوشمېر دغه ځوانان له مسوولانوغوښتنه کوي چې دا ډول پروګرامونه دې لرې پرتو سيمو ته هم وغځوي چې روزګاره ځوانان پکې کسبونه زده کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام