ستره محکمه: په درېګونو محکمو کې له ۴۳ زره ډېرې دوسیې تر څېړنې لاندې دي
د سرپرست حکومت د سترې محکمې مسوولانو د زمري په ۳۱مه، د سهشنبې ورځ ملت ته د دولت حساب ورکولو غونډه کې وویل چې اوس په درېګونو محکمو کې ۴۳ زره او ۶۳۰ دوسیې تر څېړنې لاندې دي.
د سرپرست حکومت د سترې محکمې مسوولانو د زمري په ۳۱مه، د سهشنبې ورځ ملت ته د دولت حساب ورکولو غونډه کې وویل چې اوس په درېګونو محکمو کې ۴۳ زره او ۶۳۰ دوسیې تر څېړنې لاندې دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن ملت ته د دولت حساب ورکولو په غونډه کې وویل، دوی په پاکستان کې د سولې راتلو په موخه څو ځله د دغه هېواد د چارواکو او ټيټيپي ترمنځ منګړتوب کړی، خو په خبره یې، دغو هڅو د پاکستان په کابینه کې د بدلون راتلو له کبله پایلې نهدي لرلي.
په افغانستان کې د بېوزلۍ او وزګارتیا په زیاتېدو سره د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM له اندېښنې سره هممهاله د کابل یوشمېر اوسېدونکو چې په تېرو دوو کلونو کې یې دندې له لاسه ورکړي او اوس له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخامخ دي، سلاموطندار ته ویلي چې څو ځله یې د کار موندلو هڅه کړې، خو پیدا کړی یې نهدی.
ګاونډیو هېوادونو کې د یونېسف له لوري د افغان کډوالو د شمېر په اړه د راپور له خپرېدو سره هممهاله یادو هېوادونو کې یوشمېر افغان کډوال وايي چې خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نهلري.
د منځني ختیځ د سولې لپاره د ملګروملتونو استازی وايي، سږ کال تراوسه څه باندې ۲۰۰ فلسطینیان او شاوخوا ۳۰ اسراییلیان په اشغال شوې لوېدیځه غاړه او اسراییلو کې وژل شوي دي.
د روسیې دفاع چارواکي وايي چې د دغه هېواد جنګي جېټ الوتکو په تور سمندر کې د اوکراین یوه «کشفي» کښتۍ په نښه کړې ده.
د لغمان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې د کابل-جلالاباد پر لویه لاره د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او یوولس نور ټپیان شوي دي.
پېښه نن سهشنبه د زمري ۳۰مه سهار شپږ بجې رامنځته شوې ده.
په لغمان کې د اتلس ثبت کلبونو «روزنتونونو» ترمنځ د کرېکټ پیل شوې سیالۍ د «عمران سنګر» کلب په بریا پای ته ورسېدې.
یادې سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې د کورني کرېکټ په چوکاټ کې پیل شوې پرون دوشنبه د زمري ۳۰مه یې پایلوبه وشوه.
د افغانستان د کرېکت ملي لوبډله نن په سریلانکا کې په خپل کوربهتوب د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره لومړۍ یو ورځنۍ سیالي کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن سهشنبه د زمري ۳۱مه د سریلانکا د همبانټوټا په «ماهېنډا راجاپاکسا نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون