![](https://swn.af/ps/wp-content/uploads/2023/06/pak-ok-259x300.jpg)
پاکستان کې د کډوالو د نیولو بله څپه؛ افغان کډوال: نړیواله ټولنه دې زموږ غږ واوري
پاکستاني پولیسو له درېوو څو ورځو راهیسې د اسلاماباد او پنډۍ په بېلابېلو برخو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل کړې ده. پولیسو په دغه کار سره د افغان کډوالو ارام اخیستی او خوبونه یې پرې تښتولي دي.
دوی د پولیسو موټرو له کولې نه د وېرې له کبله خپل کورونه پرېږدي او شپه پر سړکونو او پارکونو کې تېروي، خو ځینې یې بیا د پولیسو لاس ته ورځي.