د اسټرالیا ویاړلی سرتېری افغانستان کې پر جنګي جرمونو تورن وپېژندل شو
د افغانانو پر وژنه تورن اسټرالیايي سرتیري نن پنجشنبه د جون لومړۍ نېټه د اسټرالیا د درېوو ورځپاڼو له لوري پر نوموړي شوې دعوه وبایلله.
د افغانانو پر وژنه تورن اسټرالیايي سرتیري نن پنجشنبه د جون لومړۍ نېټه د اسټرالیا د درېوو ورځپاڼو له لوري پر نوموړي شوې دعوه وبایلله.
هرات کې د کاپیسا شرکت له لوري د «عالي دي، افغاني دي» په نوم د کرنیزو تولیداتو او لاسي توکو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو.
دغه نندارتون چې نن پنجشنبه د غبرګولي یوولسمه هرات ښار کې جوړ شوی، په ۱۳۲ غرفو کې بېلابېلې دویزې جامې، ګاڼې، د انځورګرۍ تابلوګانې، زینتي لوښي د خوړو مسالې او تازه مېوې نندارې ته کېښودل شوي دي.
فاکسنیوز ټلوېزیوني شبکې په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې یوشمېر امریکايي سناټوران غواړي چې پر ا.ا د نورو بندیزونو لګولو لپاره د دغه هېواد کانګرېس ته یوه نوې لایحه وړاندې کړي.
دغه لایحه چې ټاکل شوې کانګرېس ته د تصویب لپاره وړاندې شي، پهکې د امریکا له حکومت غوښتنه شوې چې د ا.ا غړیو سره هر راز معامله او ویزې پرې بندې شي.
د لوګر د کرېکټ امریت چارواکي وايي، دغه سیالۍ د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې له لوري په مرکز پلعلم کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ پيل شوي چې یوه میاشت به دوام وکړي.
بغلان کې یوشمېر ګیلم اوبدونکي وايي، دغه ولایت کې د یاد صنعت د تولید کمرنګه بازار ناهیلي کړي او په وینا یې، که یاد وضعیت همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې بغلان کې د ګیلم اوبدلو صنعت لهمنځه لاړ شي.
د غور یوشمېر کروندګر او بڼوال وايي چې د نباتي ناروغیو او افتونو د لهمنځه وړلو لپاره له دودیزو لارو چارو کار اخلي او د نویو مېتودونو په اړه په څه نه پوهېږي.
د تخار ینګيقلعه کې یوې کورنۍ سلاموطندار ته د تصویرونو په استولو سره ویلي، ۱۵کلن زوی یې له تېر یوه کال راهیسې د ایران فارس ولایت کې اوسېده چې په مرموز ډول وژل شوی دی.
دغه هلک رامین نومېده او د کورنۍ په وینا یې، د روانې غبرګولي میاشتې په اوومه د ایران د فارس ولایت مرودشت سیمه کې د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوی دی.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون