
هرات کې یوه بنسټ ۲۰۰ کارګر ماشومان ښوونځي کې شامل کړي
هرات کې ۲۰۰ کارګر ماشومان چې له زدهکړو بېبرخې وو، نن د یوه خیریه بنسټ په همکاري ښوونځي کې شامل شوي دي.
د «عاطفي» په نوم د دغه بنسټ مرستیال عبدالظاهر ارشاد وايي، نن یې ۸۷ نجونو او ۱۱۳ هلکانو ته د زدهکړو اسانتیاوې برابرې کړې دي.