هلمند کې یو خصوصي روغتون د زرګونه ناروغانو وړیا درملنه کوي
د بُست دغه تدریسي روغتون د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې په خصوصي ډو ل فعالیت کوي. د دغه روغتون مسوولان وايې چې په دغه روغتون کې له درملو پرته نور ټول روغتیايې خدمات ۲۴ ساعته په وړیا توګه وړاندې کېږي.