
افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په ټول افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپایل پیل کړ. دغه کمپاین نن پیل شو. یونیسف ویلي چې په دې پړاو کې به ماشومانو ته ویټامین «A» هم ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په ټول افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپایل پیل کړ. دغه کمپاین نن پیل شو. یونیسف ویلي چې په دې پړاو کې به ماشومانو ته ویټامین «A» هم ورکړل شي.
د افغانستان د نسايي ولادي ډاکټرانو ټولنې مسوولان وايي چې د پخوا په پرتله د مېندو د مړینې کچه لوړه شوې ده. دوی د مېندو د مړينې ډېروالی ټکان ورکوونکى بولي او وايي چې بېوزلي، روغتيايي خدماتو ته نه لاسرسى او د روغتيايي پرسونل کموالى یې له عمده لاملونو څخه دي.
د چارو ځینې شنونکي وایي، ورځ تربلې د اسلامي امارت د ځینو لوړپوړو چارواکو ترمنځ د نظر اختلافات د ډېرېدو په حال کې دي.
فراه کې د «فریدون کلا» د دغه ولایت له لرغونو ځایونو څخه شمېرل کېږي چې نږدې ۲۰۰۰ کاله تاریخ لري او د افغانستان او ایران په جغرافیه کې د لرغوني سیستان ښکارندويي کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي ویلي، په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د جګړو، تاوتریخوالي، د بشري حقونو نقص او ځورونې له امله د کډوالو شمېر، له سل میلیونه اوښتی دی.
افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت څېړنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنېټ ویلي، دغه هېواد کې دې پر ملکیانو بریدونه ودرول شي.
د رزوګان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په دهراوود ولسوالي کې یې یو کس د خپل ماما د وژنې په تور نیولی دی.
د سلاموطندار موندنې ښیي چې په وروستیو اوو میاشتو کې د کابل د درېوو سیمو د موټرو په تمځایونو کې د خپلسرو کسانو له لوري له موټر چلوونکو نږدې ۴۵ میلیونه افغانۍ باج اخیستل شوی دی. بلهخوا یوشمېر موټر چلوونکو سلاموطندار ته ویلي، هغه کسان چې په تمځایونو کې له دوی څخه په زوره پیسې اخلي، د اسلامي امارت کسان دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون