د بامیانو د عدلیې ریاست کارکوونکي: بې دلیله له دندو لرې شوي یوو
د بامیان ولایت د عدلیې ریاست یوشمېر کارکوونکي ادعا کوي چې د کوم دلیل پرته له دندو ګوښه کړای شوي دي او د هغوی پر
د بامیان ولایت د عدلیې ریاست یوشمېر کارکوونکي ادعا کوي چې د کوم دلیل پرته له دندو ګوښه کړای شوي دي او د هغوی پر
د بادغیس سیمهییز مسوولان وايي، په قادس ولسوالي کې د زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه مړه شوي دي. د قادس ولسوال محمد صالح پردل سلاموطندار ته وويل چې د دې زلزلې په پایله کې د ځینو استوګنو کورونو چتونه نړېدلي چې په ترڅ کې یې دغه شمېر کسان مړه شوي دي.
د بدخشان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د «شهر بزرګ» ولسوالي اړوند کره سیمه کې د یوه کورولا ډوله موټر د چپهکېدو له امله څلور کسان مړه شوي او او درې ټپیان دي.
د افغان ښځو د پیوستون بنسټ نن کابل کې د یوې غونډې پرمهال، یو ځل بیا د حکومت جوړښت کې د ګډون غوښتنه وکړه.
ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په مشري سبا یو لوړپوړی پلاوی کابل ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره پر بېلابیلو مسایلو خبرې ولري، خو د چارو یوشمېر شنونکي د پاکستاني پلاوي د سفر پایلو ته هیلهمندي نه لري. د نړیوالو چارو کارپوه جاوید مومند پاکستان په دوه مخي چلن تورنوي او وايي، دا سفر د پاکستان د موخو لپاره ترسره کېږي.
د اسلامي امارت چارواکي وايي چې د راتلونکي کال په پسرلي کې به د هلمند ولایت د کجکي برښنا بند د تولید کچه لوړه شي.
ټاکل شوې د پاکستان د ملي امنیت مشاور موید یوسف د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري په یوه دوه ورځني سفر سبا «سهشنبه» کابل ته راشي. د پاکستان اکسپرېس ټربیون ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د دغه پلاوي د یاد سفر موخه په افغانستان کې د بشري وضعیت ارزونه او د افغانانو د اړتیاوو څېړنه ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون