د واورې او توپان له امله د غور پر لویه لار۴۰ مسافر بند پاتي دي
له بېګاه راهیسې سختې واورې او توپان د غور، بامیان او دایکندي ولایتونو د ولسوالیو لویې لارې د خلکو پر مخ تړلې دي. د بایند پر لاره چې د غور شپږ لوېدیځې ولسوالۍ سره نښلوي، بند پاتې یوشمېر مسافر وايي، د بېګانۍ سختې واورې او توپان له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون تر ۴۰ ډېر مسافر په دغه لاره بند پاتې دي.