د خوست ولایت مقام څخه نن «چهارشنبه، تلې دویمه» په يوې رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، په تېرو دوو کلونو کې د ملګروملتونو د پرمختیايي پروګرام(UNDP) په همکارۍ په یاد ولایت کې ۱۶۹ شنې خونې جوړې شوې دي.
خبرپانه کې د دغه شنو خونو د جوړېدو موخه د کرنیزو محصولاتو د تولید زیاتوالی، د موسمي سبزیو او مېوو وړاندې کول، د کروندګرو اقتصادي وضعیت پیاوړتیا او د کورنیو عایداتو لوړول دي.
یادې شنې خونې د خوست مرکز ترڅنګ د قلندر، نادرشاه کوټ، اسمعیلخېلو مندوزیو، علیشیرو او تریزيو او صبريو ولسوالیو په بیلابیلو سیمو کې جوړې شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو پروژو له لارې شاوخوا ٧٧٠ کروندګر او کورنۍ په مستقیم ډول د کار او تولید له فرصتونو څخه برخمن شوي او په غیرمستقیم ډول زرګونه خلک ترې ګټه اخلي.
د کروندګرو په وینا، د شنو خونو د جوړېدو په نتیجه کې هغوی توانېدلي چې د پخوا په پرتله ډېر او باکیفیته محصولات تولید کړي، چې نه یوازې د کورنیو د خوراکي اړتیاوو د پوره کولو لامل شوي، بلکې د اضافي تولیداتو په پلور سره یې د عاید کچه هم لوړه شوې ده.


