د اسلامي امارت د واکمنۍ د پنځم کال په پیل سره، یوشمېر نجونې زدهکوونکي لا ډېرې انزوا او ناهیلیو سره لاس او ګرېوان دي.
د ۱۴۰۰م کال په اوړي کې واک ته د اسلامي امارت په بیاځلې رسېدو سره، له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول او د شاوخوا ۱۴۶۷ ورځو په تېرېدو دغه محرومیت لا هم دوام لري، هغه محرومیت چې د یوشمېر نجونو زدهکوونکو په وینا، د هغوی رواني روغتیا ته یې زیان رسولی او انزوا سره یې مخ کړي.
دغه راپور کې د ۱۱ ولایتونو له ۳۰ هغو نجونو زدهکوونکو سره چې له زدهکړو محرومې دي او عمرونه یې د ۱۶ او ۲۰ کلونو ترمنځ دي، خبرې شوي. ډېری نجونو ویلي چې له ښوونځي لرېوالي هغوی له کورنیو محفلونو او ټولنه کې له حضور هم لرې کړي.
دغه نجونې وايي، له ښوونځیو لرېوالي نه یوازې هغوی له زدهکړو لرې کړي، بلکې دوستانو سره یې اړیکې پرې شوي، ټولنیز تعامل یې کم شوی، خپګان او ناهیلۍ یې زیاتې شوي او د کورنیو له محفلونو یې هم لرې کړي دي.
له فاریاب څخه ۱۷کلنه طهورا او له تخار څخه ۱۶ کلنه رها چې له شپږم ټولګې پورته زدهکړو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، له اوښکو په ډکو سترګو وايي، له ښوونځي څلور کاله لرېوالي هغوی له ذهني رنځ سره مخ کړي او د کورنیو راټولېدنو څخه یې زړهتورې کړي دي.
«څلور کاله مې په یوازيتوب، ستړيا او ذهني او روحي ستونزو کې تېر کړل. له هغه وخته چې ښوونځي وتړل شول، داسې احساس کوم چې ټولې دروازې بندې شوي او نور د ژوند کولو هېڅ هیله نه لرم. خو بیا هم له بدهمرغه له ستړي روح سره او له اوښکو ډکو سترګو سره مې دغه کلونه تېر کړل او لا یې هم تېروم.»
«دا څلور کاله راته ډېر سخت تېر شول. زه واقعاً ځان بېارزښته احساسوم، ځکه زدهکړې نه شته. د یوازېتوب احساس لرم ، ځکه له ټولنې لرې يو، موږ پرته له کوره بل ځای ته د وتلو اجازه نهلرو. یوازینی ځای چې ورتلو، ښوونځی و او اوس چې هغه هم نشته، واقعاً ځان ډېر یوازې احساسوم. کله چې د خپل ښوونځي کتابونه راواخلم او وګورم یې، وخت راباندې ډېر سخت تېريږي.»
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې ویلي، د نجونو د زدهکړې دوامداره محرومیت له امله، تر ۳ میلیاردو ډېرې درسي ساعته له منځه تللي او که دا حالت دوام پیدا کړي، نه یوازې د نجونو فرصتونه به محدود شي، بلکې د هغوی رواني وضعیت به هم نور خراب شي.
په دغه راپور کې چې له زدهکړو محرومو پاتې شویو ۳۰ نجونو سره خبرې شوي، ۶ هغه یې د خپلو کورنیو په ټینګار واده ته اړ شوي او ۲۱ نورې نجونې هم د زدهکړو بېبرخلیکه وضعیت په دلیل د خپلو کورنیو له لوري واده کولو ته هڅول شوي.
له کابل څخه ۲۰ کلنه حبیبه وایي، نهم ټولګي کې وه چې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل شول او هغې د خپلې کورنۍ په ټینګار د خپل خاله زوی سره واده وکړ. هغې وویل، دا جبري واده ورته د بېارزښته او بېهویتۍ احساس ورکړی.
«له ښوونځي څلور کاله لرېوالی مې په اندېښنه، د زړه په درد او ژړا کې تېر کړل. کورنۍ مې اړ ایستلم چې د خپل تره زوی سره واده وکړم. اوس مو واده شوی او یو ماشوم هم لرم، خو ژوند کې هېڅ خوښي نه احساسوم. ځان یو بېارزښته او بوج انسان ګڼم، داسې څوک چې نور هېڅ اهمیت نهلري.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له کابل څخه ۱۷کله نورا وايي، د ډاکټرې کېدو هیله لري، خو له اتم ټولګي وروسته له زدهکړو محرومه شوه. نوموړې زیاتوي چې د خپل تعلیمي برخلیک د نا څرګندوالي له امله، څو څو ځله د کورنۍ او خپلوانو له خوا واده ته هڅول شوې، خو د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو په هیله یې د دې غوښتنې پر وړاندې مقاومت کړی.
«زموږ لپاره دا ډېر سخت و، ځکه له زدهکړو بېبرخې پاتې شوو. په دې څلورو کلونو کې، کورنۍ او خپلوانو مې واده ته وهڅولم، او ویل به یې ښوونځي تړل شوي، واده وکړئ چې برخلیک مو روښانه شي. خو زه هیله لرم چې یوه ورځ به ښوونځي بیا پرانیستل شي.»
یونیسف په یوه بل راپور کې ویلي، د نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کېدل لامل شوی چې ډېرې نجونې له قانوني عمر وړاندې واده ته اړې شي. په راپور کې راغلي چې دا محدودیتونه په افغانستان کې د جنسیتي نابرابرۍ کچه لا ژوره کړې.
یونیسف زیاتوي چې افغان نجونې په خپل ورځني ژوند کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي او د نړۍ د نورو هېوادونو برعکس، خپلو بنسټیزو حقونو ته لاسرسی نهلري.
تېرو څلورو کلونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز دوام، د هر کال په پیل سره، د ملګرو ملتونو، بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار بنسټ، او لسګونو نورو نړیوالو بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوی.
تېرو څو کلونو کې د سرپرست حکومت چارواکو څو څو ځله ویلي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره پر یوه طرحه کار روان دی؛ خو لا تر اوسه څرګنده نه ده چې دا طرحه بشپړه شوې کهنه.
د اوسني وضعیت دوام لامل شوی چې له زدهکړو بېپرخې نجونې ښوونځي ته د بېرته تګ هیله او د ښوونکي له خولې د درس اورېدو ارمان له لاسه ورکړي.
په راپور کې ۱۳ نجونو ویلي چې نور د ښوونځیو د پرانیستو هېڅ هیله نهلري.
له تخار ولایت څخه ۱۹ کلنه سلیمه او له کابل څخه ۱۸ کلنه غزل وایي:
«زه هیله نهلرم چې ښوونځي به بېرته پرانیستل شي، ځکه په دې څلورو کلونو کې هېڅ بدلون رانهغی. ډېرې نجونې واده ته اړې شوې، موږ له هر څه زړهتوري شوي یو. زه غواړم یوازې ووسم، له ډېرو ملګرو او ټولګیوالو مې ځان لرې کړی او نور د ټولنیزو اړیکو هیله نه لرم.»
«هیله نه لرم. نه پوهېږم چې ژوندۍ به یم کنه چې د ښوونځیو پرانیستل بیا ووینم. خو که زه ژوندۍ نهوم او یوه ورځ ښوونځي بېرته پرانیستل شول، غواړم نجونې زما له لوري هم خوشحالې شي، ځکه دا به د ټولو لپاره د هیلو یوه ورځ وي.»
د ښځو حقونو یوشمېر فعالانې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، د دغه وضعیت دوام د نجونو لپاره ناوړه پایلې له ځانه سره لري.
د ښځو حقونو فعالې تهمینې منګل په دې اړه وویل: «تېرو څلورو کلونو کې د ښوونځیو تړلي پاتې کېدو د زرګونو نجونو د پرمختګ مخه نیولې او دا چاره د خپګان، جبري ودونو او کورنیو فشارونو لامل شوې. زدهکړه یوازې د معلوماتو ترلاسه کول نهدي، بلکې د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا لاره ده. که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو…»
یو شمېر ارواهپوهان وایي، له زدهکړو د نجونو دوامداره محرومیت د هغوی په رواني وضعیت ناوړه اغېز کړی او دغه چاره د رواني اختلالاتو د زیاتوالي لامل شوې.
هغوی زیاتوي چې ډېری نجونې د بېارزښتهوالي احساس کوي او ان د ځینو له لوري د ځانوژنې فکرونه هم راپورته شوي دي.
ارواهپوه محمدالله بلوڅ وویل: «انسانان یوازې هغه وخت ژوندی وي چې د لومړنیو او ثانوي اړتیاوو پوره کولو ته یې پام وشي او زدهکړه له دې اړتیاوو څخه یوه بنسټیزه برخه ده. که پرته له کوم دلیل څخه د ډېر وخت لپاره دغو اړتیاوو پام ونه شي، نو دا کار کولی شي چې په نجونو کې د خپګان، د انګېزې کمېدو، د ځانوژنې فکرونو، بېارزښته کېدو احساس او د هویت د بحران په څېر د رواني ستونزو لامل شي.»
په همدې حال کې، یو شمېر ټولنپوهان او د ښوونې او روزنې برخې کارپوهان په دې باور دي چې د نجونو د زدهکړو دوامداره محرومیت د افغانستان د علمي او تخصصي پرمختګ د وروستهپاتې کېدو لامل کیږي او د ښوونې او روزنې برخې ته یې نه جبرانېدونکی زیان رسولی.
ټولنپوه احمد راشد صدیقي په دې اړه وایي: «په تېرو څلورو کلونو کې چې د نجونو ښوونځي تړلي پاتې شوي، موږ هره ورځ د دې زیانونه وینو. له هر اړخه د ټولنې کیفیت ټیټ شوی او نږدې صفر ته رسېدلې. ټولنه شاته روانه ده او له علمي او تخصصي پلوه هم ډېره شاته پاتې ده چې له دې امله موږ له هر اړخه زیانمنېږو.»
د ښوونې او روزنې کارپوه جمال الدین سلیماني هم په دې اړه وايي: «که څه هم هېڅ کومه کړنلاره نشي کولی پر تعلیم د څلور کلن بندیز زیانونه جبران کړي؛ هغه نجلۍ چې جبراً واده شوې، څنګه کولی شو ضایع شوی ژوند يې بیرته ترلاسه کړو؟ خو که ښوونځي پرانیستل شي، د تعلیمي زیان د جبران لپاره باید چټک او لنډ مهاله کورسونه جوړ شي، څو زدهکوونکې په یوه تعلیمي کال کې دوه ټولګي ووایي او ښوونځي بې له کوم شرط او قید څخه پرانیستل شي. دا به د نجونو او د هغوی د کورنیو لپاره د زدهکړو د دوام هیلې له ځانه سره ولري.»
سره له دې چې کارپوهان له زدهکړو د نجونو محرومیت د هغوی د رواني روغتیا لپاره زیانرسوونکې مسله او د دوی د دوامداره کړاو لامل بولي، خو لا هم مالومه نهده چې نجونې به کله بیا ښوونځي ته ستنې شي او د یوې ښې راتلونکې جوړولو لپاره هڅې پیل کړي.


