د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۴ افغانان د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته راستانه کړل شوي دي.

یاد وزارت نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۴مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا کسان پرون د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

د کندهار د سپین بولدک سرحدي ریاست د معلوماتو له مخې، دا ۱۴ افغانان د قانوني هستوګنې اسنادو سره سره د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د پولیسو له لوري نیول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر دې مخکې د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ویلي وو چې د اپرېل له پیل راهیسې، له ۴۰۰۰ څخه ډېر افغانان د پاکستان له زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

له دې وړاندې هم د پاکستان له یوشمېر زندانونو افغان بندیان راخوشې او بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام