د لوګر عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د دغه ریاست اړوند د څارنې او پلټنې امریت له لوري په مرکز پل‌علم کې ۱۳ درملتونونه د ناقانوني فعالیت له امله تړل شوي دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین سلام‌وطندار ته وویل چې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت کارکوونکو له لوري د مرکز پل‌علم ښار اړوند په بابوس او هونې سفلی سیمو کې له ۱۶ درملتونونو څخه څارنه شوې چې له ډلې یې ۱۳ درملتونه د ناقانوني فعالیتونو له امله تړل شوې دي.

هغه همدارنګه وویل، دغه درملتونونو د عامې روغتیا وزارت له روغتیايي قوانینو سره سم فعالیت نه درلود او په ځینو درملتونونو کې بې‌کیفیته درمل هم موندل شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


لودین وایي، د څارنې او پلټنې امریت له لوري ورته څارنې په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې دوام لري او له روغتونو او درملتونونو مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت له  اصولو سره سم فعالیت وکړي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې د لوګر د عامې روغتیا ریاست له لوري په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک او خروار ولسوالیو کې لسګونه ناقانوني روغتیايي مرکزونه او درملتونونه تړل شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام