Asset 1SWN

جګړې په میدان وردګ کې ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه کړي

324075_175231069275680_1029257998_o

د میدان وردګ ولایت اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، د دغه ولایت په جلرېز ولسوالي او مرکز میدان ښار کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو له کبله شاوخوا  ۱۲۰۰ کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا غړي شریف‌الله هوتک سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د مرکز ميدانښار له کوټه‌عاشرو، چهارکلا، شهيدانو، بُسراق، چاريکه او جلرېز ولسوالي نه شاوخوا ١٢٠٠ کورنیو د چاڼیزو عملیاتو او نښتو له امله خپلې مېنې پرېښې او ميدانښار یا کابل ته کډه شوې دي.

 د نوموړي په وینا، د ميدانښار د کوټه‌عاشرو او بسراق سيمې اوسېدونکي د غټو    DC  مرميو له توغول کېدو څخه شکایت کوي. هوتک زیاتوي، د جګړې دواړه خواوې مسوولې دي، څو د عملياتو پر مهال د ملکي وګړو ژوند او عامه شتمنيو ته پام وکړي.

شریف‌الله هوتک وايي، اوس په یادو سیمو کې ښوونځي، روغتيایي مرکزونه او کرهنيزې چارې په ټپه ولاړې دي .

د میدانښار او جلرېز ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وایي، خپلې مېنې یې د سختو جګړو له امله پرېښي او امن سیمو ته راکډه شوې دي.

د دوی په وینا، د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په سختو نښتو کې تر لسو ډېر ملکيان چې ښځې او ماشومان په‌کې شامل دي، وژل شوي هم دي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د میدان وردګ ولایت د ولایتي ادارې نظر هم واخلو، خو د دغه ولایت د رسنیو برخې مسوولان زموږ له پرله‌پسې اړیکو سره سره خبرو کولو ته حاضر نه شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام