د سلاموطندار موندنې ښيي چې هېواد کې د وروستیو کلونو پرمهال افغان ځوانانو تر ډېره انلاین کاروبار ته مخه کړې او له دې لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.
په دې راپور کې مو د ځوانانو کاري وضعیت ارزونې په موخه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې له ۳۲ ځوانانو «۱۲ نجونې، ۲۰ هلکان» سره مرکې کړي چې پر انلاین کاروبار بوخت دي.
موندنې ښيي چې دغه ځوانان په بېلابېلو برخو له هغې ډلې بازارموندنه، او پلور «انلاین خرڅلاو، بیک او دستکول خرڅول، د توکو پلور، درملتون، موبایل خرڅلاو» خواړه او خوړو خدمتونه «بولاني خرڅلاوو او د خوراکي توکو پلور هټۍ» هنر، لاسي صنایع او تولید «هنري کارونه، زرګري، کارګاه»، بازارموندنې خدمتونه، تبلیغات «بازارموندنه» او عکاسي، برخو کې فعالیت کوي.
ځوانان وايي، د ازاد کار د خوښولو اصلي لاملونه یې د کار د ازاد چاپېریال، د شخصي پرمختګ فرصتونه، د وخت نهشتون محدودیتونه، د تصمیمنیولو خپلواکي او د منلو وړ عاید دی.
مرسل، ۳۴کلنه ده او د کابل اوسېدونکې؛ هغه وايي چې له اقتصاد پوهنځي تر فراغت وروسته یې د خپلو هغو ملګرو ناکامي ولیدله چې د رسمي کار موندلو پسې ګرځېدل. له همدې کبله یې پرېکړه وکړه چې ازاد کار پیل کړي.
هغې وویل: «په انلاین خرڅلاو بوخته یم، ځکه غواړم خپله د خپل کار مدیریت په لاس کې ولرم. د آزاد کار له امله وخت پخپله تنظیموم، د ادارو له محدودیتونو خلاصه یم او د شخصي پرمختګ امکان پکې ډېر دی. تېر کال مې د انلاین خرڅلاو یوه پاڼه پرانېسته او اوس د کالیو او د زینتي وسایلو پلور تر سره کوم.»
۲۶ کلن عبدالله د کونړ اوسېدونکی دی او له لسو کلونو راهیسې د خوړو په پلور بوخت دی. هغه وايي چې په لومړیو کې یې له کورنۍ مخالفت او د پانګې کموالی تجربه کړ، خو اوس یې چې عاید لوړ شوی، دولتي کار ته هېڅ ډول لېوالتیا نهلري.
هغه زیاتوي: «ما له پخوا د شخصي کار سره مینه لرله. په رسمي دندو کې ډېر محدودیتونه شته، نه شي کولای چې په اړتیا وخت کې خپلې ستونزې حل کړې. باید له سهاره تر مازیګر حاضري ورکړې. د همدې لپاره مې هېڅ علاقه نه لرم چې دولتي کار وکړم، که څه هم کومه اداره د کار وړاندیز وکړي.»
سیمه چې ۲۲ کلنه ده، د مدیریت له څانګې فارغه شوې او وايي، د ازاد کار اصلي موخه یې د خپلواکۍ ترلاسه کول او د پانګې زیاتوالی دی.
هغې زیاته کړه: «په ډیزاین او هنري کارونو بوخته یم. هڅونه مې دا وه چې خپل هنر او خلاقیت ښکاره کړم. له مکتبه مې د هنري کارونو پیل کړی او اوس ډېرې لویې پروژې پرمخ وړم. د آزاد کار خلاقیت، ازادي او د شخصي روحیې سره یې سمون د دې لامل شوي چې آزاد کار پر رسمي کار ترجیح ورکړم.»
د ننګرهار اوسېدونکی ۲۴کلن نوید وايي چې له ۱۶کلنۍ یې، ازاد کار سره لېوالتیا پیدا کړه او اوس دوو برخو کې کار کوي. «زه د بازارموندنې په برخه کې کار کوم او له کوره د انلاین ویبسایټ سره همکاري لرم. په افغانستان کې د کار موندل ډېر سخت دي، که په دولتي برخه کې وي او که په خصوصي برخه کې. کله چې یوه دنده اعلان شي، دوه یا درې زره کسان ځان نوماندوي. دا وضعیت د تاسف وړ دی او په داسې حالاتو کې، هر څوک باید د بازار اړتیاوو ته په کتو د خپل فکر او ابتکار له مخې کار رامنځته کړي.»
د ازاد کاروبار په برخه کې د ځوانانو بریالیتوب له ستونزو خالي نهدی؛ د پانګې کموالی، د کورنۍ نه ملاتړ، کمه تجربه او د مشتریانو د پیدا کولو ستونزې هغه ننګونې دي چې ډېری یې ورسره مخامخ شوي دي. سره له دې، د څېړنو پر بنسټ، له نوې پیل کوونکو څخه نیولې تر بریالیو کسانو پورې، ټولو ځوانانو د آزاد کار پر وړاندې مثبت نظر او بشپړه علاقه لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
زینب چې ۲۵کاله عمر لري او د کابل اوسېدونکې ده، له پنځو کلونو راهیسې په یوه شخصي ښوونځي کې ښوونکې وه، د خپلو تجربو په اړه وايي: «زه څو کاله دندهواله وم، خو وروستیو کلونو کې ستړې شوې وم، ځکه له خپل ژوند او کار مې خوند نه اخیست. همدې لامل شو چې آزاد کار مې غوره کړ. کورنۍ مې په پیل کې ملاتړ نه کاوه، منفي نظر یې درلود او ویل یې ښایي کاروبار مې پرمختګ ونه کړي یا مې پانګه او وخت ضایع شي. خو ما له ستونزو سره مبارزه وکړه، کورنۍ مې قانع کړه او بالاخره مې آزاد کار پیل کړ. اوس خوشاله یم چې اقدام مې وکړ او شاته نه شوم.»
د اقتصادي چارو شنونکی احمدولي سازش وايي چې د ځوانانو ترمنځ ازاد کاروبار کولای شي چې د هېواد پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.
هغه وویل: «د ځوانانو ازاد کار د هېواد پر ملي اقتصاد ډېر مثبت اغېز کولی شي؛ ځکه د ناخالص کورني تولید (GDP) د لوړوالي لامل ګرځي. کله چې په هېواد کې د کار کوونکو شمېر زیات شي، بیکاري کمیږي او په پایله کې د هېواد GDP هم لوړوالی مومي. که دولت ملاتړ وکړي، ډیجیټلي سیستمونه رامنځته شي، یو قوي بانکي نظام موجود وي، له خصوصي سکتور څخه ملاتړ وشي او سالمې سیالۍ منځ ته راشي، د آزاد کار بازار به د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.»
کارپوهان د ادارې او عامه پالیسیو په برخه کې وايي چې د افغانستان د کورني امنیت په ښه کېدو سره د ځوانانو د کار زمینه تر یوې اندازې د بازار اړتیاوو سره همغږې شوې ده؛ خو ټینګار کوي چې لا هم د پام وړ تشې او ستونزې شتون لري.
د پوهنتون استاد او د ادارې او پالیسیو کارپوه، سردار محمدساعي وړاندیز کوي چې د وضعیت د ښهوالي لپاره باید روزنیز پروګرامونه هدفمند شي او ځوانانو ته په پالیسي جوړونه کې د فعالې ونډې زمینه برابره شي.
هغه زیاتوي: «له امنیتي وضعیت سره د ښه کېدو، ځوانانو ته د کار او اقتصادي فعالیتونو ډېر فرصتونه برابر شوي دي. د افغانستان د دولت د ځوانانو د کارموندنې پروګرامونه تر یوې کچې د بازار د اړتیاوو سره همغږي لري؛ خو لا هم د پام وړ تشې شته. وړاندیز دا دی چې مسلکي او فني زدهکړې لا هدفمندې شي، اقتصادي زیربناوې پیاوړې شي او ځوانان په پالیسي جوړونه کې ونډه ولري.»
په ورته وخت کې د سرپرست حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند¸ سمیعالله ابراهیمي، د ازادو کارونو اهمیت تاییدوي او وايي چې دغه وزارت د بازار د ښه والي او د ځوانانو د مسلکي کېدو په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې پروګرامونه ترسره کړي دي.
هغه وايي: «هغه هېوادوال چې آزاد کارونه ترسره کوي، موخه یې دا ده چې په راتلونکي کې د ښه کار فرصتونه ومومي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت د هېواد په ټولو ولایتونو کې د فني روزنې مرکزونه فعال کړي او یوازې په تېر کال کې یې له ۴۰ زره څخه ډېرو هېوادوالو ته د بازار د اړتیاوو پر بنسټ مسلکي زدهکړې برابرې کړې دي. له همدې لارې وزارت هڅه کړې چې خلکو ته خدمتونه وړاندې کړي او هغوی په راتلونکي کې د دندې خاوندان شي.»
په داسې حال کې چې افغان ځوانان د ازاد کاروبار پروړاندې د خپلې لېوالتیا خبره کوي، د کار نړیوال سازمان (ILO) د ۱۴۰۳ کال د نړیوال کارګر د ورځې په مناسبت په خپل راپور کې ویلي چې د نړۍ په کچه د بېکارۍ کچه او د کار په بهیر کې د ځنډ ستونزه د کرونا له خپرېدو وړاندې وضعیت ته په پرتله کې لوړه شوې ده.


