افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر د روژې میاشتې پرمهال د شکر یا نورو مزمنو ناروغانو ته خبرداری ورکړی چې د ډاکټر په مشوره روژه ونیسي او په دوامداره توګه دې د وینې د ګلوکوز معاینه کوي.

ډاکټران وایي، مناسب تغذیه او د صحي اصولو مراعاتول، د مزمنو ناروغانو لپاره د روغتیا ساتنې مهمه برخه ده.

د عمومي داخله او هاضمې ناروغیو متخصص عبدالوکیل ایماد وايي: «ناروغان باید د پېشلمي ډوډۍ په بشپړه توګه وخوري، کافي مایعات، تازه سبزيجات او مېوې مصرف کړي، څو له کمبود او کمزورۍ څخه مخنیوی وشي. له غوړو پرهیز، ډېر خواږه او دروند خوراکي توکو او پرهیز له زیات خوراک څخه په روژه ماتي کې، د هضم او روغتیا لپاره مهم دی.»

هغه زیاتوي: «هرڅومره چې ممکنه وي، باید پېشلمی خوراک وکړي، مایعات کافي ترلاسه کړي، سبزيجات او مېوې زیات وخوري. هغه خوراکونه چې غوړ او ډېر شکر لري، لږ مصرف کړي. په افطار کې نرم خوراک خوړل او له  ډېرو خوړو ډډه کول ضروري دي.»

د داخله عمومي ډاکټر فرهاد وزیري  خبرداری ورکوي چې د نه کنټرولېدونکي شکر ناروغان، د فعال معدې زخم لرونکي کسان، د زړه او ګردو ناروغان، د عصبي اختلالاتو لکه مرګي ناروغان او اومېندوارې ښځې باید د روژې د نیولو مخکې حتماً د متخصص ډاکټر سره مشوره وکړي.

هغه وایي: «که د شکر کچه ډېر لوړه وي، معدې زخمونه فعال وي، د ګردو فعالیت کافي نه‌وي، یا د زړه ناروغۍ وي، یا عصبي اختلالات ولري او یا حامله وي، د روژې نیول به خطرناک تمام شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په ورته مهال ځینې ناروغان د ډاکټرانو سپارښتنو سره سره روژه نیسي. د پروان اوسېدونکې ۲۷کلنه رقیه وايي: «زه د شدید شکر ناروغه یم. د ډاکټرانو په وینا باید روژه ونه نیسم، خو زه اکثره وخت روژه نیسم. د ورځې په جریان کې د شدید کمزورۍ، انرژي کمښت، ستړیا، شدید سر درد، تپش، د لاسونو ټکان، وزن کمښت او اضطراب سره مخ کېږم.»

د کاپیسا اوسېدونکې ۴۰کلنه ماه‌گل د شکر ناروغي لري. دا وايي چې د ډاکټرانو د کلونو سپارښتنو سره سره، د شخصي باورونو او د ژوند شرایطو له امله روژه نیسي. هغه د تندې، ستړیا او د درملو د افطار وروسته د استعمال ستونزو یادونه کوي.

هغې وویل: «زه د شکر ناروغه یم. ډاکټران وایي، روژه مه نیسه، خو زه د رمضان میاشتې د فضیلت او د ژوند شرایطو له امله مجبور یم. د ورځې په اوږدو کې د تشنگۍ او ستړیا سره مخ یم، او د درملو استعمال یوازې د افطار وروسته امکان لري.»

د تغذیه متخصصین هم ټینګار کوي چې د روژې پرمهال د ناروغانو د صحي وضعیت څارنه، ډاکټر سره مشوره او د تغذیې اصولو رعایت یوازې یوه طبي اړتیا نه، بلکې د ټولنې یوه مهمه مسئله ده چې د عامه پوهاوي او پراخو معلوماتو اړتیا لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام