Asset 1SWN

شل اووره نړیوال جام؛ نمیبیا سوپر اوور کې له عمان سیالي وګټله

381908

د شل اووره سیالیو نړیوال جام د ګروپ پړاو سیالیو په لړ کې نن دوشنبه، جون درېیمه له بي ډلې د نمیبیا او عمان ترمنځ په زړه پورې لوبه وشوه.

په دغه لوبه کې چې د بارباډوس د برېج‌ټاون په کینسېنګ‌ټون اووال کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شوه، عمان لوبډلې له ټاکل شویو ۲۰ اورونو د ۱۹.۴ اورونو په لوبولو سره یوازې ۱۰۹ منډې جوړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عمان دغه منډې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو جوړې کړې چې ډېرې منډې په‌کې د خالد کېل ۳۴ او ذیشان مقصود ۲۲منډې وې.

د نمیبیا لپاره رابېن ټرمپلمان څلور اوورنو کې ۲۱ منډې ورکړې او څلور لوبغاړي یې وسوځول، ډېوېډ ویسا هم ۳.۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او درې وېکټې یې ترلاسه کړې. جرارډ ایراسموس هم د ۲۰ منډو بدل کې دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

خو نمیبیا هم په ټاکل شویو شلو اورونو کې همدومره منډې جوړې کړې چې عمان جوړې کړې او لوبه سوپر اوور ته لاړه. نمیبیا د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۹ منډې جوړې کړې.

په سوپر اوور کې بیا نمیبیا ۲۱منډې وکړې چې عمان یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغی او یوازې ‍۱۰ منډې یې وکړې.

نمیبیا په دې بریا سره د بي‌ ګروپ د جدول سر کې ده چې راتلونکو لوبو کې د جدول لوبډلې ښکته او پورته شي. له هر ګروپ یوازې دوه لوبډلې بل پړاو ته د تلو چانس لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نړیوال جام په بېګانۍ لوبه کې بیا وېسټ‌انډیز پي‌اېن‌جي ته ماته ورکړه. دغه سیالي له سي ګروپ وشوه چې افغانستان، نیوزیلنډ او یوګانډا هم دې ډله کې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام