د امریکا کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴کال شل اووره سیالیو نړیوال جام په لومړۍ لوبه کې کاناډا ته په اوو وېکټو ماته ورکړه.
د ۲۰۲۴کال شل اووره سیالیو نړیوال جام د امریکا او وېسټانډیز په کوربهتوب نن یکشنبه، جون دویمه په رسمي توګه پیل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا کرېکټ ملي لوبډلې په دغه لوبه کې ښکلې توپوهنه وکړه او د کاناډا ۱۹۵ منډو هدف یې په ۱۷.۴ اورونو کې ترلاسه کړ.
اروون جونز د امریکا لپاره ستوری لوبغاړی و چې پر ۴۰ بالونو یې ۹۴منډې جوړې کړې. انډریو ګووز هم ۶۵ منډې وکړې.
د امریکا کرېکټ ملي لوبډله له دې بریا سره په اې ګروپ کې په دوو امتیازونو لومړۍ ځای خپل کړ. په دغه ګروپ کې هند، پاکستان، امریکا، کاناډا او ایرلنډ لوبډلې شاملې دي.
د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام د نن ورځې په دویمه لوبه کې به وېسټانډیز له پياېنجي سره لوبه وکړي.
په یاد ګروپ کې بیا د دغو دوو لوبډلو ترڅنګ افغانستان، نیوزیلنډ او یوګاډا لوبډلې یوځای دي.