یوشمېر دنده لرونکې مېندې سلاموطندار ته وايي چې په کار ځای کې یې، ځینې حقوق نهورکول کېږي. دوی وايي چې د کار قانون پر بنسټ، د شیدو ورکوونکو مېندو کاري ساعتونه باید کم وي، د ماشومانو د پالنې مرکزونه فعال وي او ټرانسپورټ ولري، خو په وینا یې، کاري چاپېریال کې د دې اسانتیاوو نشتوالي، دوی له ستونزو سره مخ کړي دي.
۳۲کلنه ثنا احمدي چې د کابل اوسېدونکې ده او لباسونه جوړوي، وايي چې درې اولادونه لري او په ناوړه شرایطو کې کار کوي.
هغه وویل: «که څه هم زما د کارځای کې د زیږون رخصتي په نظر کې نیول شوې، خو په منظمه توګه نه عملي کېږي. د کار فشار، د شیدو ورکولو لپاره مناسب ځای نهشتون او د میندو رواني اړتیاوو ته نه پام، زما له مهمو ستونزو څخه دي. که چیرې د کار چاپیریال انعطافپذیر وي او رواني ملاتړ زیات شي، د شاغلو میندو لپاره شرایط ښه کېدای شي.»
۲۵ کلنه نادیه سیرت پروان کې د یوه کلینیک ډاکتره او د دوو ماشومانو مور ده. دا وایي چې د یوې میندې بریا په رواني ارامښت او د کار په چاپیریال کې د جوړښتي ملاتړ پورې تړلې ده.
هغې وویل: «مورنۍ دنده او مسلکي دنده دواړه مهمې دي. یوه مور یوازې هغه وخت بریالۍ کېدای شي چې په کارځای کې رواني ارامښت او جوړښتي ملاتړ ولري. زموږ په کارځای کې یوازې د زیږون رخصتي شته او د شیدو ورکولو ځای یا ماشومانو لپاره ټینګار نه دی شوی. د ماشومانو لپاره نرسري، د شیدو ورکولو ځانګړی ځای او ځانګړې ترانسپورت اسانتیاوې کولی شي د فشار کچه راکمه کړي.»
نادیه ټینګار کوي چې د میندو لپاره د داسې ملاتړ چاپیریال برابرول، نه یوازې د هغوی د روغتیا او خوښۍ لپاره مهم دي، بلکې د کار د کیفیت او موثریت لوړولو کې هم مرسته کوي.
د قانون پر اساس، شیدې ورکونکې میندې حق لري چې هرو درېنیم ساعتونو کې د ماشوم د شیدو ورکولو لپاره وخت ولري او د دوی کاري ساعتونه اوونۍ کې له ۳۵ ساعتونو پورې راکم شي.
۲۸ کلنه شیلا چې پنجشېر کې ښوونکې ده، وایي چې تراوسه یې داسې ملاتړ نهدی ترلاسه کړی. د ملاتړ د امکاناتو کمښت د هغې په کار تمرکز اغېزمن کړی دی.
هغې وویل: «د درس ورکولو پرمهال، زما ذهن د خپلو ماشومانو په حال وي او دا اندېښنه زما د کاري تمرکز مخه نیسي. که څه هم موږ د زیږون او شیدو ورکولو رخصتي لرو، خو په کاري ساعتونو کې د میندو لپاره هېڅ رعایت نه شته. په ښوونځیو کې د نرسري جوړول او د میندو لپاره ځانګړې اسانتیاوې کولی شي د ارامتیا فضا برابره کړي.»
۲۶ کلنه سنیه چې ډاکتره ده او د یو کلن ماشوم مور ده، اصلي ستونزه د ماشومانو د ساتنې مرکزونو نشتوالی بولي او وایي چې دا کمښت د زیږون رخصتۍ نه وروسته خورا زیات محسوسېږي.
هغې وویل: «زه په خپل کاري چاپیریال کې ډېرې هڅې کوم. زموږ د زیږون رخصتي درې میاشتې ده او په دې موده کې زموږ معاش او ټول امتیازات لکه نورو میاشتو راکول کېږي. خو اصلي ستونزه دا ده چې موږ ماشومانو لپاره هیڅ مرکز نه لرو. زموږ غوښتنه دا ده چې په هر دولتي اداره کې باید ماشومانو ته د ساتنې مناسب مرکز موجود وي.»
بلخوا حقوقپوهان وايي د شاغلو میندو لپاره ځانګړي حقوق د قانون او فقهي اصولو له مخې ټاکل شوي، خو د دې ملاتړ عملي کول له ځینو ستونزو سره مخ دي.
حقوقپوه ضیا یوسفي: «د حنفي فقهې او د کار قانون له مخې، شاغلې میندې د زیږون رخصتي له معاش سره، او د ماشومانو د ساتنې مرکز حق لري. خو په عمل کې د مادي امکاناتو نشتوالی، د نارینهسالارۍ فرهنګ، د ټولنیز پرمختګ کمزوري او د ښځو د حقونو ناپوهۍ، د دې قوانینو د تطبیق مخه نیسي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حقوقپوه نوراقا شعیب وایي: «شاغلې مېندې ۹۰ ورځې رخصتي له معاش سره لري او کارکوونکی حق نهلري چې په دې موده کې یې معاش ودرېږي یا له دندې ګوښه کړي. خو د ماشومانو د ساتنې مناسب ځای نشتوالی، د ګوښه کېدو وېره او د حقونو ناپوهۍ ستونزې پر ځای پاتې دي. کارفرمایان باید خوندي چاپیریال، د شیدو ورکولو فرصت او د پرمختګ مساوي شرایط برابر کړي.»
بلځوا د ښځو حقونو فعاله تهمینه منګل د شاغلو مېندو له کاري وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، که څه هم د افغانستان د کار قانون دوی ته دا حق ورکړی، خو په وینا یې، کاري چاپېریال کې ورته پام نکېږي.
هغې وویل: «د افغانستان د کار قانون له مخې، شاغلې میندې د زیږون لپاره د ۹۰ ورځو رخصتي له معاش سره مستحق دي، چې د دوه ګونو ماشومانو په زیږون کې تر ۱۰۵ ورځو پورې زیاتېدای شي. شیدې ورکونکې میندې حق لري چې هر درې ساعته، ۳۰ دقیقې د ماشوم د شیدو ورکولو لپاره وخت ولري، او د هغوی کاري ساعتونه تر اوونۍ ۳۵ ساعتونو پورې راکمېدای شي.»
نوموړې زیاته کړه: «سره له دې حقوقو، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، ډېری ښځې له کار محرومې شوې او معاشونه یې نه ورکول کېږي. د کار وزارت، رسنۍ او نړیوالې ادارې باید په دې برخه کې فعاله ونډه ولري.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي وایي چې د شاغلو میندو ملاتړ په کاري چاپیریال کې په مناسبه توګه ترسره کېږي.
هغه وویل: «په هغو ادارو کې چې ښځې پهکې کار کوي، د هغوی د ماشومانو لپاره ځانګړې پروګرامونه ترتیب شوي دي. سربېره پر دې، که اړتیا پېښه شي، لکه ناروغي یا نور موارد، د اصولو او قوانینو په اساس، رخصتۍ په مناسب وخت کې د میندو په اختیار کې ورکول کېږي.»
نوموړي زیاته کړه: «په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۲۰ فعال ماشومانو مرکزونه شتون لري چې نزدې درې زره ماشومان په دې مرکزونو کې تر زدهکړې لاندې دي. د امارت اړوند ماشومانو مرکزونه د خصوصي مرکزونو ترڅنګ فعالیت کوي او د ټولو مدیریت او څارنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په غاړه ده. زیاتره ښځینه ښوونکې دي او د هغوی لپاره خوندي کاري چاپیریال برابره شوې ده.»
خو د سلاموطندار تازه راپورونه ښيي چې د مختلفو ولایتونو له ۳۰ ښځو څخه د مرکو پرمهال ترلاسه شوي، څرګندوي چې دا ښځې چې هم په کور کې او هم کاري مسؤلیتونه لري، له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
د ماشومانو مرکز نشتوالي، د ځان د مهارتونو د لوړولو کم فرصتونه او د ټیټې معاش سره کار کول د دوی له ستونزو شمېرل کېږي.


