د افغانستان د کار قانون کې چې ۲۶ څپرکي او ۱۴۷ مادې لري، د کار ساعتونو، تنخوا، د کار شرایطو، د کار قراردادونو او د کارګرانو سهولتونو په څېر مواردو ته اشاره شوې، خو ۱۴ ولایتونو کې له ۴۲ کارګرو ځوانانو سره د سلام‌وطندار د خبرو موندنې ښيي چې ډیری دغه ځوانان له رسمي قراردادونو او بیمې پرته په ډېر کم معاش درانه کارونه کوي.

د دغو ۴۲ ځوانانو له جملې ۲۸ یې واک ته د اسلامي امارت له بیا ځلې رسېدو وروسته کارګرۍ ته مخه کړې او ۱۷ یې تر ډېره اداري برخو کې په کار بوخت دي. ۲۵ دغه کارګر ځوانان له اقتصادي ستونزو او د ژوند لومړنیو خدماتونو ته له نه‌لاسرسي شکایت لري.

د کار قانون د ۴۱ مادې پر اساس، د کاګرانو لپاره اونۍ کې ۴۰ کاري ساعتونه ټاکل شوي او د ۴۲ مادې پر اساس، دغه کاري ساعتونه هم د کارګر سن ته په کتو توپیر کوي.

د دغې مادې پر بنسټ، هغه نوي ځوانان چې عمرونه یې د ۱۵ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي، اونۍ کې یوازې له ۳۰ تر ۳۵ ساعتونو پورې په کار کولو مکلف دي. دې سره د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې له ۴۲ مرکه شویو ځوانانو څخه ۱۲ یې چې عمرونه یې له ۱۳ تر ۱۸ کلونو دي، اونۍ کې تر ۴۰ ساعته ډېر کار کوي؛ چې دغه موضوع په ښکاره د کار قانون نقض ګڼل کیږي.

د کارګرو ماشومانو وضعیت

د هرات اوسېدونکي ۱۳ کلن محمد عمر د ښوونځي له څلورم ټولګي وروسته د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ د ملاتړ لپاره د دروازو او پنجرو جوړولو پیل کړي او هغه اونۍ کې ۴۰ ساعته کار کوي.

ده وویل: «ما تر څلورم ټولګي پورې زده‌کړې کړي او نورې مې زده‌کړې نه‌دي کړي. زه له یوه کال راهیسې د فلزاتو په کار بوخت یم، دروازې او کړکۍ جوړوم. موږ پوروړي وو، د اقتصادي ستونزو له امله ما دې کار ته مخه کړه. زموږ په کورنۍ کې شپږ کسان دي او یو کس کار کوي او هغه یوازې زه یم. زه په اونۍ کې څلور سوه عاید لرم.»

۱۵کلن شیرخان چې د پنځم ټولګي زده‌کوونکی دی، یوه میاشت کیږي چې د خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ لپاره د سرپناه چمتو کولو په موخه، له کونړ څخه د ایسکریم پلورلو لپاره کابل ته راغلی.

هغه ټوله ورځ د کابل کوڅو کې د ایسکریم په پلورلو تېروي.

«ما تر پنځم ټولګي پورې زده‌کړې وکړې، خو د ځینو شرایطو له امله مې ونه‌شو کولی دوام ورکړم. زه له یوې میاشتې راهیسې آیسکریم پلورم. زه آیسکریم پلورم ځکه چې اقتصاد مو خراب دی. موږ ۱۲ کسان یو په کورنۍ کې. زه یوازې کار کوم او زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی. که زموږ اقتصادي وضعیت ښه شي، زه به خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړم.»

هغه تحصیل کړي چې کارګرۍ ته یې مخه کړې

۲۵کلن طارق چې د جمهوریت له سقوط وړاندې یې په یوه بهرني دفتر کې کار کاوه، وايي چې د نظام له بدلون وروسته هغه ته په بل هیڅ ځای کې د کار کولو فرصت نه دی ورکړل شوی او د خپل ژوند او د خپلې کورنۍ د اړتیاوو پوره کولو لپاره یې کارګرۍ ته مخه کړې.

هغه په دغه برخه کې د کار کولو د ستونزو په اړه وايي: «هو، زموږ په ټولنه کې ډېر لوستي خلک شته چې کارګرۍ ته یې مخه کړې. د مثال په توګه، زه یو لوستی کس یم. د اوسني اقتصادي وضعیت له امله، دا اړینه ده چې موږ دې ته مخه کړو. اصلي ننګونې د کار نشتوالی او د ښه عاید نه‌شتون دی.»

عصمت الله چې ۳۰ کلن دی، له ۱۲ کلونو راهیسې دروازې او دیوالونه رنګوي او د خپل ژوند لګښتونه پوره کوي.

د دې مسلک د زده‌کړې ترڅنګ، هغه د اقتصاد په برخه کې هم زده‌کړې کړي، خو د اقتصاد په برخه کې د کاري فرصتونو نشتوالي له امله، هغه د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د رنګمالۍ کار ته دوام ورکوي.

«دا چې له فراغت وروسته مې رسمي دنده ترلاسه نه کړه، ما غوره وګڼله چې رنګمالي وکړم او اوس دې برخه کې کار کوم. په ژوند کې اصلي ننګونه د کاروبار مسله ده. پخوا ډېر کار وو او کاري ځواک په کار بوخت و. خو اوس ډېر بېکاره کارګران شته او کاري زمینې کمې دي. خلک دومره کار نه‌لري. په ساختماني او نورو برخو کې چندان کارونه نشته، خو کاري ځواک ډېر دی.»

دروند کار، خو تش دسترخوان

۳۶کلن محمد د ژوند د دوام لپاره هر کار کړی، خو نه دی توانېدلی چې د خپلې کورنۍ لپاره امکانات برابر کړي. هغه وايي:

«د جمهوریت په وخت کې ټکسي چلوونکی وم، دا درې کاله کیږي چې کراچۍ لرم. پخوا مې هم یو ټیره کراچۍ درلوده. اوس میوه پلورم. بېکاري خپل اوج ته رسیدلې. کور کرايي دی. د میاشتې په پای کې حیرانه یم چې څه وکړم. موږ څلور زره افغانۍ کرایه ورکوو. زموږ کار داسې دی چې کله ګټه او کله تاوان کوو.»

اقتصادي بحران، د بېکارۍ زیاتېدل او د کارګرانو حقونو ته بې‌توجه‌يي

د نړیوالو راپورونو پر اساس، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته، افغانستان کې بېکاري او اقتصادي ستونزې په بې‌مخینې ډول زیاتې شوي دي. راپورونو کې راغلي چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د بهرنیو مرستو له بندېدو وروسته، افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیون کسان د لوږې بحران سره مخ شوي دي.

د دې ټولو ترڅنګ، یوشمېر کارپوهان د کار حقوق د هر کس لپاره مهمه مسله بولي او وايي، هېواد کې د کارګرانو له حقونو په سمه توګه ملاتړ نه کیږي او د کارګرانو وضعیت ښه‌وال لپاره اړتیا ده چې د کار قانون بیا وارزول شي.

دوی زیاتوي چې هېواد کې د بېکارۍ ننګونو هوارولو لپاره اړتیا ده چې د کورنیو لپاره ملاتړي ټولنیز پروګرامونه وړاندې شي.

د حقوقي برخې کارپوه عبدالجلیل واحدیار زیاتوي: «دامهال احکامو او قوانینو ته ډېره توجه نه کیږي. افغانستان کې د کارګرانو حقونو ملاتړ لپاره اړتیا ده چې د کار قانون و ارزول شي او د ځوانانو او نویو ځوانانو لپاره خاص شرایط په پام کې ونیول شي. د قوانینو اجرا ته باید توجه وشي، ترڅو د کارګرانو حقونه په ښه توګه رعایت شي، له ځوانانو او کارګرانو باید ملاتړ وشي، ترڅو د کارګرانو ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ګمارنې کچه راکمه شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مدافع وکیل صالح‌محمد فایق هم وویل: «د افغانستان حقوقي سیستم همیشه د اسلامي له مقدس دین متاثره دی، د کارګرۍ برخه کې هم دغه اغېزې لیدل کیږي. هر شخص کولی شي کار وکړي او دا د هر شخص حق دی او هېڅ څوک نه‌شي کولی یو څوک له دغه حق څخه محروم کړي، په ګمارنه کې تبعیض منع دی… کله چې کارګران شکایت لري دا چې حقوق یې تر پښو لاندې شوي، یا حق یې نه دی ورکړل شوی، څو مرحلو کې کولی شي خپل حقوق وغواړي، مخامخ خبرې دي کار ورکوونکي سره، د اختلافونو د حق کمیسیون، …»

ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر ریښتیا تېرو شلو کلونو کې پر اقتصادي زېرمو د پانګونې نه‌کول هېواد کې د بېکارۍ کچې لوړېدو مهم لامل بولي او وايي، د دغې ستونزې د حل لپاره د کار بازار کې سیالۍ کولو ته اړتیا ده.

ده وویل: «له‌ بده‌مرغه افغانستان په بهرنیو مرستو متکي وو او کله چې سیاسي بدلون رامنځ ته شو دغه مرستې قطع شوې او یا کمې شوې. له بده‌مرغه دغو مرستو ونه شو کولی د خلکو لپاره کار رامنځ ته کړي. دغه مرستې موقتي وې، په همدې خاطر د فقر او بېکارۍ کچه اوس هم لوړه ده، کله چې د کار بازار رقابتي شي، په دې وضعیت کې کارګر کولی شي د خپلې خوښې معاش ترلاسه کړي، یانې داچې هېواد کې کارونه زیات شي او کاري ځواک کم شي.»

د بېکارۍ کمولو لپاره د دولتي بنستونو پروګرامونه

د کابل ښاروالۍ مسوولان وايي، هېواد کې د بېکارۍ کچې کمولو لپاره هم یو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمت‌الله بارکزي سلام‌وطندار ته وویل: «د یوې خدماتي ادارې په توګه کابل ښاروالۍ تل د خلکو په خدمت کې وه او کابل ښاروالۍ د خصوصي سکتور له لارې ځانګړې پروژې تطبیق کوي ترڅو خلکو ته دندې پیدا کړي. په هرصورت، د کارموندنې په برخه کې تاسو ښه پوهیږئ چې نورې ادارې خپل مسؤلیتونه لري او ښاروالۍ په دې برخه کې د خلکو په خدمت کې ده.»

اخوا، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معینیت مسوولان وايي، د ځوانانو د ظرفیت لوړولو او بهرنیو بازارونو ته د لاسرسي او کاري زمینو رامنځ ته کولو انلاین یا فریلانسینګ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.

د دغه وزارت ویاند خُبیب غفران سلام‌وطندار ته وویل: «د ځوانانو رضاکارانه فعالیتونه دي، ټولنیزو مسایلو کې د ځوانانو د فکر اصلاح لپاره پروګرام دی. د سالمو افکارو ترویج په موخه د مبتکره ځوانانو هڅول، د ځوانانو وړتیاوو لوړول او د کاري زمینو رامنځ ته کول. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېکارۍ سطحې راټیټولو او د ځوانانو د نویو مهارتونو زده‌کولو لپاره د ازادې سوداګرۍ انلاین کارموندنې پروګرامونه لري.»

دې سره، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو لپاره د دغه وزارت د کار ملي کنفرانس جوړولو او له ملي او نړیوالو بنسټونو څخه د کارموندنې تعهد نامو ترلاسه کولو خبر ورکوي.

د دغه وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وویل: «کنفرانس د ټولنیزو شریکانو، د اسلامي امارت مسوولانو او د کار نړیوالو موسسو او سازمانونو په همغږۍ ترسره شو. مختلفو ادارو سره قراردادونه لاسلیک شول. همدا ډول د کارموندنې تعهد نامې واخیستل شوې. همدارنګه هڅه کیږي چې ټولو ولایتونو کې د هغو ځوانانو لپاره چې مهارتونه نه‌لري یا یې زده‌کړې نیمايي پاتې دي، هغوی ته د فني او مسلکي زده‌کړو پروګرامونه پیل شوي، له نیکه‌مرغه زرګونه ځوانان دغو مرکزونو کې په زده‌کړو بوخت دي.»

د یادونې ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولانو ویلي، قطر هېواد ته دوه زره افغان کارګران د کار لپاره اسثتوي. د فقر نړیوال شاخص د شمېرو له مخې، افغانستان د هغو ۳۶ هېوادونو په ډله کې دی چې شدید فقر سره مخ دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام