د بادغیس محلي چارواکي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام «WFP » په مالي ملاتړ د یاد ولایت په مرکز قلعهنو کې «د انعطاف او خوراکي سېسټمونو د پیاوړتیا» په نوم پروژه پيل شوې ده.
د بادغیس د والي ویاند رحیمالدین رحیمي وايي چې د یادې پروژې موخه د کليوالو ټولنو او کرنیزو معیشتونو پیاوړتیا ده، څو د اقتصادي او کرنیزو بنسټونو په جوړولو سره د خلکو ژوند ښه شي. ده زیاته کړه چې پروژه دCHA د بشري مرستو مؤسسې له لوري عملي کېږي.
د رحیمي په وینا، د دې پروژې ټول لګښت ۵۷۰ زره او ۶۷۴ ډالر دی چې د سړکونو جغلاچوونه، د اوبو لګولو د کانالونو جوړول، د اصلاح شوو تخمونو وېش، د کیمیاوي سرې ورکول او د انګورو او پستې باغونو جوړول پهکې شامل دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «په دې چوکاټ کې به یو لوی د اوبو لګولو کانال د ۳۲۵ مترو په اوږدوالي او ۷۰ سانتي مترو په سور او یو سړک د ۳۲۵ مترو په اوږدوالي او ۵ مترو په سور به جوړ شي چې د تګاب اسماعیل سیمه د ولایت له مرکز سره نښلوي.»
چارواکي وايي چې د پروژې په پيل سره سلګونو کسانو ته د کار زمینه بربره شوې او دغه پروژه به د یوکال لپاره دوام وکړي.
د بادغیس اوسېدونکي د دې پروژې هرکلی کوي او وايي چې د ولایت په اقتصادي وده کې به مرسته وکړي او ګڼو ځوانانو ته به د کار زمینه برابره کړي.


