د لوګر برښنا شرکت چارواکي وايي چې د یاد ولایت مرکز پل‌علم اړوند شپږو کلیو ته د برښنا رسونې نوې پروژه په رسمي توګه پیل شوه چې له بشپړېدو سره به یې شاوخوا ۲۶۰۰ کورنۍ له وارداتي او دوامدارې برښنا څخه برخمنې شي.

د دغه ولایت د برښنا ریاست رییس میراحمد ولي هاشمي د یادې  پروژې د پیل مراسمو ته وویل چې پر دې پروژه څه باندې ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په ترڅ کې به لس نوې ټرانسفرمرونه ولګول شي.

 د نوموړي په وینا، د پروژې عملي چارې به د راتلونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.

هاشمي زیاته کړه چې د پروژې ټول مالي لګښت د افغانستان برښنا شرکت پر غاړه دی او له بشپړېدو وروسته به د را‌خوشي، ملایانو، کمال‌خېلو، جمال‌خېلو، عیاض ستي کوټ او د باري دښتې اوسېدونکي له وارېداتې برېښنا څخه برخمن شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور، د پروژې پیل د یادو سیمو لپاره یو مهم پرمختګ وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د برښنا له بې‌ځایه مصرف څخه ډډه وکړي او د اسلامي امارت له روانو رغنیزو پروګرامونو سره خپله همکاري لا پیاوړې کړي.

د سیمې اوسېدونکو د پروژې له پیل هرکلی وکړ او دا یې د کلونو انتظار وروسته یو ستر پرمختګ وباله. هغوی مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د پروژې په عملي چارو کې به هر ډول لازم همکاری وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په دې پروژه کې د یادو شپږو کلیو د برېښنا شبکې د ایجاد ترڅنګ د ټرانسفرمرونو، مزیو او اړینو تخنیکي تاسیساتو لګول هم شامل دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام