د برښنا شرکت مسوولان وايي، د لمریزې برښنا د تولید دغه شبکه چې ۲۸ میلیون ډالره لګښت پرې راځي، د بلخ دهدادي ولسوالي کې جوړیږي.
د برښنا شرکت مشر عبدالباري عمر نن (شنبه، ثور ۱۳) د دغې لمریزې برښنا د تولید شبکې د چارو پرانیستې مراسمو ته وویل، یاده شبکه چې په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي، ۴۰ میګاواټه برښنا تولیدوي او چارې به یې راتلونکو دوو کلونو کې بشپړې شي.
ده وویل، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به زرګونه کورنۍ او صنعتي فابریکې په اسانه ډول برښنا ته لاسرسی پیدا کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادې پروژې چارې د غضنفر ګروپ او ذولرستان خصوصي شرکتونو له لوري ترسره کیږي.
د شمېرو پر اساس، د هېواد د اړتیا وړ ۸۰ سلنه برښنا له ایران، ترکمنستان، تاجکستان او اوزبیکستان هېوادونو څخه تامینیږي.



