د ننګرهار محلي مسوولان وایي چې د یاد ولایت هوایي ډګر مخېته له څه باندې دوو لسیزو راهیسې د تورخم جلالاباد پر لویه لار د بهرنیو ځواکونو له لوري کېښودل شوي سمنټي دیوالونو د لرې کولو چارې پیل کړي دي.
د چارواکو په وینا، د یادو سمنټي دیالونو له امله یاده سیمه کې ترافیکي ګڼهګوڼه رامنځته کړې وه چې دوی اوس لرې کړل.
د ننګرهار د هوایي ډګر مخېته د تورخم –جلالاباد عمومي سړک شاوخوا یونیم کیلومترو اوږدوالی لري چې د موانعو په لرې کولو سره به پنځه متره پراخ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د جلالاباد ښاروالي مرستیال محمداسحاق سعید وایي، د یادو موانعو له امله پر دغه لویه لار له کلونو راهیسې د ګڼېګوڼې ترڅنګ ترافیکې پېښې هم رامنځته شوي چې د جلالاباد ښاروالي له لوري یې د لرې کولو چارې پیل او لس ورځې به دوام وکړي.
په ورته مهال موټرچلوونکي او مسافر د دې لړۍ پر پیل خوښ دي او له اړوندو ادارو د جلالاباد ښار نورو سیمو ته د یادې لړۍ د غځولو غوښتنې لري.


