«زه هېڅ د استراحت فرصت نهلرم. له سهاره تر ماښامه د کور کارونه، د دوو ماشومانو پالنه، هر څه زما پر غاړه دي. یوازې یو ځل مې هغه هم په قرض قابله ته ځان رسولی دی. د خاوند کورنۍ مې نه بیايي، وايي ضرورت نشته. خاوند مې ډېر بېپروا دی، هېڅ پام نه کوي. د هغه کورنۍ مې بیا تل راته طعنې وايي چې ولې کار نه کوې او ولې کمزورې یې. هېڅ څوک مې د حال پوښتنه نه کوي. هغه خواړه چې د امېدوارو ښځو لپاره مهم دي، زموږ په کور کې ډېر کم پیدا کېږي.»
۲۸کلنه زهرا د بادغیس اوسېدونکې ده چې د درېیم ځل لپاره د اومېندوارۍ په حال کې ده. دا وايي، نه پوهېږي چې څه حقوق نهلري او حتا د استراحت فرصت هم نهلري چې د اومېندوارۍ د شپږمې میاشتې پرمهال یوازې یو ځل توانېدلې چې په پور قابلې ته مراجعه وکړي.
د زهرا کیسه یوازې د دې کیسه نهده، ګڼشمېر اومېدوارې ښځې د کورني بېپروایۍ، نامهربانۍ، درنو کارونو، فقر او د قانوني ملاتړ د نشتوالي شکایت کوي. دا ښځې د کار، فشار او رواني ستونزو تر سیوري لاندې سختې ورځې تېروي.
حقوقپوهان وايي، په کور دننه د اومېدوارو ښځو د ملاتړ لپاره په قوانینو کې مشخصه ماده نشته او همدا حقوقي تشه د دوی وضعیت لا زیانمن کړی دی.
په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعالان ټینګار کوي چې حکومت باید د اومېدوارو ښځو د خوندیتوب لپاره حمایوي پالیسۍ جوړې او عملي کړي.
۲۹کلنه الینا د کندوز اوسېدونکې ده، دا وايي، خاوند یې د کورنۍ د سپکو خبرو له امله رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان شوی دی.
هغې وویل: «خاوند کورنۍ مې راسره همکاري نه کوي او نه مې احساسات درک کوي. اکثره وخت خسرګنۍ مې وايي: موږ داسې نه وو؛ کله چې امېدوارې وو، د کور نه بهر کار هم کاوه. تاسو ځان نازوئ، اومېدوارې شوې او بس.»
۳۵کلنه شکریه هم ورته ستونزه لري. وايي د خاوند کورنۍ یې د ډاکتر سپارښتنې نه مني «ډاکتر ته چې ځم، ډاکتر راته وايي لږ ځان آرام کړه، ورځ کې لږ خوب وکړه، کار کم کړه، ځکه ډېر کار د ماشوم لپاره ښه نه دی. خو خسرانه مې وايي ډاکتر څه نه پېژني، ډېر کار وکړه، ماشوم به دې په اسانۍ وزېږي. د امېدوارۍ په وخت مې ډېر کار راباندې کوي.»
بلځوا حقوقپوهان بیا وايي، که څه هم په کور دننه د ملاتړ لپاره ځانګړی قانون نشته، خو په دیني، فقهي او عرفي منابعو کې د اومېدوارو ښځو د فشار کمولو سپارښتنې موجودې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
جمعه خان پویا، د بشري حقونو فعال، باور لري چې د قانوني تشې ډکول کولای شي اومېدوارې ښځې له رواني او ټولنیزو فشارونو وژغوري. «دامهال په افغانستان کې داسې ځانګړی قانون نشته چې له امېدوارو ښځو او پر ښځو د ټولنیزو فشارونو څخه ملاتړ وکړي. خو حقوقي سرچینې شته، لکه فقه، د اسلامي زدهکړو اصول، عرف او د افغانستان د خلکو دودونه، چې ټینګار کوي باید د امېدوارۍ پر مهال پر ښځو غیر ضروري ټولنیز فشار، اضطراب او سټرېس مخنیوی په جدي ډول وشي.»
یو بل حقوقپوه، مدثر ممتاز وايي، که څه هم په کورنیو چارو کې مشخص قانون نشته، خو په ټولنیز چاپېریال کې د امېدوارو ښځو لپاره ځینې اسانتیاوې شته چې له هغې منطقې د کور دننه د ملاتړ لپاره هم استدلال کېدای شي.
د ښځو د حقونو فعالې بیا ټینګار کوي چې د قوانینو نشتوالی او ضعف د پلي کولو جوړښتونه، امېدوارې ښځې له فزیکي، رواني او ټولنیزو خطرونو سره مخ کوي.
تهمینه منګل، د ښځو د حقونو فعاله، وايي: «هیڅ مشخص قانون د امېدوارو ښځو د ملاتړ لپاره نشته، نه د تاوتریخوالي پر وړاندې او نه د روغتیایي سهولتونو لپاره. همدارنګه کورنیو ته د پوهاوي او روزنې اغېزمن پروګرامونه هم نشته.»
بلخوا دیني عالمان د اومېدوارو ښځو لوړ مقام ته په پام سره ټینګار کوي چې پر دوی باید غیرضروري فشار ونهشي.
مولوي عبدالاحد عتید وايي: «خاوند د خپلې اومېدوارې ښځې پر وړاندې مالي او عاطفي مسؤلیت لري. په اسلام کې امېدوارو ښځو ته اسانتیاوې ورکړل شوي، او که د ډاکتر په مشوره یا د ښځې په ثبوت روژه زیان ورسوي، نو پرېښودل یې جایز دي.»
ټولپوهان بیا د ناپوهۍ او ناسم دودیز فکر رېښه د کورني تاوتریخوالي او د حقونو د نادیده نیولو اصلي لامل ګڼي. ټولنپوه عبدالله ریحان وايي: «اګاهي ورکول ډېر مهم دي، که په پوهنتونونو، مدرسو او رسنیو کې وي. زموږ په ټولنه کې یو دودیز ذهنیت شته چې د امېدوارو ښځو اړتیاوو ته پام کول شرم ګڼي، او همدا ستونزې جوړوي.»
په افغانستان کې د کار او کورنۍ قوانین زیاتره په رسمي کاري چاپېریال تمرکز لري، او د کور دننه اومېدوارې ښځې د قانون له پوښښ بهر پاتې کېږي. همدا خبره د کورنیو دودیزو فشارونو ته زمینه برابروي.


