پروین ګل بدخشان ولایت کې د نواباد کلي اوسېدونکې ده او وايي، ۱۶ کاله کیږي چې خپل خاوند سره د کرنې په برخه کې فعالیت کوي.
پروین ګل کرنه کې د کار کولو ترڅنګ، له څارویو هم ساتنه کوي.
هغه د څارویو له لوشلو وروسته یوه برخه شیدې د خپلې کورنۍ لپاره ساتي او یوه برخه یې د پلور لپاره بازار ته وړاندې کوي.
پروین ګل سلاموطندار سره خبرو کې وویل: «شپاړس کاله کېږي چې واده مې شوی، له هماغه وخته د خسرګنۍ په کور کې اوسیږم. زموږ د کور ټول غړي په کرنیزو چارو بوخت دي، زه هم د هغوی په څېر په کرنیزو کارونو کې مصروفه یم. تر ناوخته پورې پټي ته ځم، که څه هم د ځمکې قلبه او تخم شیندل مې مېړه کوي، خو د ساتنې، راټولولو او پاکولو کارونه ټول زما پر غاړه دي. دو ه درې غواوې او پسونه لرم چې پخپله یې ساتنه کوم. خپله یې شیدې لوشم، مستې جوړوم او بازار ته یې وړم. له همدې لارې د کور لګښتونه پوره کوم او له ورځني ژوند سره مبارزه کوم.»
د بدخشان بله اوسېدونکې شګوفه هم له هغو ښځو ده چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې فعاله ده. هغه د څارویو او د کرنې له محصولاتو په استفادې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاووې تامینوي.
«د سرقلعه سیمې اوسېدونکې یم. شاوخوا پنځه کاله مخکې مې مېړه یو دوکان درلود، خو کله چې ښاروالۍ د ښار د نقشې له مخې هغه دوکان ونړاوه، ډېرې هڅې وکړې چې بېرته دوکان پیدا کړي، خو کرایهيې ډېرې لوړې وې – درې لکه، دوه نیم لکه –موږ دومره پیسې نه لرلې چې یو بل دوکان واخلو. دوه شیدې ورکوونکې غواوې مو واخیستې، اوس دوه خوسکیان هم لري. نږدې پنځه کاله کېږي چې په غوا ساتنه او مالدارۍ بوخته یم. شیدې، مستې جوړوم او بازار ته یې لېږم. زوی مې یې پلوري او بېرته پیسې راوړي. زموږ ورځنی ژوند ښه روان دی.»
بلقیس بیا د بدخشان ولایت د «قرهقوزي» سیمې له هغو مېرمنو ده چې څه باندې شل کاله کیږي چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي.
هغې وویل، د یوې موسسې له لوري د دوو غواګانو په ورکول کېدو یې خپل کار پیل کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«زه مالداري کوم. شاوخوا شل کاله مخکې زموږ سیمې ته یوه اداره راغله او ماته یې دوه غواوې راکړې. له هماغو دوو غواوو څخه مې شپږ غواوې جوړې کړي. له همدې لارې د ژوند لګښتونه پوره کوم. له هماغه لومړني ملاتړ پرته، نوره مرسته نهده شوې. زه له خپل کاره خوښه یم. خپله کار کوم – له غواګانو شیدې لوشم، تودوم یې، قیماق ترې جوړوم، دا ټول بازار ته لېږم چې هلته یې خرڅوي. که دا غواوې نه وای، زما اقتصادي حالت به صفر وی. زموږ په کور کې بل نفقه راوړونکی نهشته، مېړه مې یو ناروغ سړی دی. د خدای شکر ادا کوم چې مالداري لرو او دا غواوې مو دي؛ ورځنی ژوند مو ښه روان دی.»
دې سره، بدخشان کې د کرنې برخې کارپوه کفایتالله وايي، د دغه ولایت ښځې هڅه کوي چې ګټور او باکیفیته کرنیز محصولات تولید کړي.
د هغه په وینا، دغې مېرمنې د شېدو، مستو او چکې په څېر د محصولاتو په را ټولولو او پروسس سره، د خپلو کورنیو په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري.
هغه سلاموطندار ته وویل: «بدخشان کې داسې مېرمنې شته چې ډېر زحمت باسي او کرنیز محصولات راټولوي. که د ښځو لپاره د ملي یا نړیوالو بنسټونو له خوا کوم ملاتړ وشي، نو ښايي همدغو مېرمنو ته په بدخشان کې مهم رول ورکړل شي؛ ځکه چې دوی شیدې، مستې، چکې او نور لبنیات راټولوي، خو د ساتلو لپاره مناسب ځای نه لري، څو وکولی شي له همدې لارې د خپلې کورنۍ او ژوند اړتیاوې پوره کړي. که د لبنیاتو د ساتنې لپاره فریزر یا نور عصري وسایل برابر شي او د کرنیز فعالیت لپاره اصلاحشوي تخمونه ورکړل شي او د فارمونو ملاتړ وشي، دا به ښځو ته لوی فرصتونه برابر کړي. ملي او نړیوالو همکارانو ته زموږ وړاندیز دا دی چې د ښځو لپاره د لبنیاتو د ساتنې، تشویق او ملاتړ زمینه برابره کړي، څو دوی وکولی شي نه یوازې خپل ژوند ته، بلکې خپلې کورنۍ او ټولنې ته هم لا زیات ګټور خدمتونه وړاندې کړي.»
ورته خت کې د اقتصادي چارو شنونکي د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کلیوالو ښځو رول مهم او اغېزناکه بولي.
په اړه یې د اقتصادي چارو کارپوه ابراهیم صحاب وايي: «بدخشان کې په کرنه او مالدارۍ کې د ښځو ونډه خورا مهمه او حیاتي ده. دوی نه یوازې د کرنیزو محصولاتو په راټولولو، مالدارۍ، د لبنیاتو تولید، او د کورني بڼ ساتنې په برخه کې فعالیت لري، بلکې د کورنۍ د خوړو یوه مهمه برخه او حتا ځینې فرعي مواد هم برابروي. له ښځو پرته د کلیوالو کورنیو اقتصاد، له رکود سره مخامخ کېږي. لبنیات، لاسي صنایع، د درملو بوټو کښت، د کرنیزو محصولاتو بستهبندي او د کوچنیو کاروبارونو پیل هغه اغېزمنې لارې دي چې ښځې ورسره خپل اقتصاد پیاوړی کولی شي. که دا ګډون د زدهکړو، بازار ته د لاسرسي او مالي ملاتړ سره مل وي، نو دا به د فقر په کمولو مستقیم اغېز ولري.»
بدخشان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د فعاله ښځو هڅې د دې ښکارندويي کوي چې د ژوند سختو ترڅنګ، دغه مېرمنې د کورنۍ او ټولنې په اقتصادي وده کې مهم رول لوبوي.
دوی په تشو لاسونو، خو په غښتلو ارادو سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې فعالیت کوي او ځینې وخت د ژوند ټول مسوولیتونه په یوازې ځان مخ ته وړي.


