د پلعلم ښار یوه اوسېدونکې برښنا سلاموطندار ته وایي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې په خپل کور کې د ګلدوزۍ او مورهبافۍ کار پیل کړی او له همدې لارې هره میاشت لسګونه زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي.
نوموړې چې د دې کار ځای مشره هم ده زیاتوي چې د سیمې ګڼشمېر وزګارې نجونې او مېرمنې د زدهکوونکو په توګه ورسره یوځای شوي او نوموړې ورته د لاسي صنایعو په برخه کې روزنه ورکوي.
هغې وویل: «له تېرو څلورو کلونو راهیسې ګلدوزي او مورهبافي کوم، له ما سره ګڼ شمېر وزګارې نجونې او مېرمنې بوختې دي، هره ورځ ورته عملي روزنه ورکوم او د لاسي صنایعو جامې برابروو، له دې لارې د خپل ځان او خپلې کورنۍ اړتیاوې پرې پوره کوم.»
برښنا وایي، تېرکال یې په پلعلم ښار کې د لاسي صنایعو یوه نندارتون کې ګډون کړی و چې په ترڅ کې یې لسګونه جوړې افغاني جامې وپلورلې.
هغې له حکومت او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د ګلدوزۍ او مورهبافۍ د پراختیا لپاره له مېرمنو سره دوامداره همکاري وکړي.
بلخوا، د لوګر یوه بله اوسېدونکې نورزیه ستانکزۍ سلاموطندار ته وویل، د تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې د ګلدوزۍ او مورهبافۍ زدهکړې پیل کړي او اوس مهال توانېدلې چې هره میاشت لسګونه د ښځو جامې ګلدوزي کړي او د خپلې کورنۍ اقتصادي چارې ورسره سمبالې کړي.
د هغې په وینا، د پخوا په پرتله په لوګر کې د لاسي صنایعو کار د پام وړ وده کړې ده، د لاسي صنایعو لپاره د منظم بازار نشتون د میرمنو پر وړاندې له شته ستونزو څخه دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړې وویل: «نورزیه ستانکزی یم د ګلدوزي کورس یوه زده کوونکې یم او ما په تېرو اته میاشتو کې د ګلدوزۍ برخه کې ډير څه زده کړي دي او له دې لارې کولای شم چې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کړم.»
همداراز، د ګلدوزۍ ددې کورس یوه بله زدهکوونکې اسما سروري وایي، د څو میاشتو راهیسې په دې برخه کې زدهکړې کوي او خوښه ده چې په لنډ وخت کې یې ډېر مهارتونه زده کړي دي.
هغې وویل، که څه هم په وروستیو کې د مېرمنو لپاره کاري فرصتونه کم شوي، خو لا هم ښځې هڅه کوي چې د زدهکړې او کار له لارې ځان بسیا کړي.
هغې زیاته کړه: «زه اسما سروري یم د لوګر ولایت مرکز پل علم اوسیدونکې او د تېرو شپږو میاشتو راهیسې په ګلدزوي او موره بافي برخه کې کار کوم او مونږ په دې برخه کې ډير څه زده کړي دي، زما خوښيږي چې هره ورځ نوي شیان زده کړم او پرمختګ وکړم او میرمنو ته کار وکړم.»
هېواد کې د ښځو د چارو یو شمېر فعالان وایي، که مېرمنو ته د لاسي صنایعو په برخه کې مسلکي روزنه او د کار زمینه برابره شي، نو لسګونه په کور ناستې وزګارې مېرمنې به په دوامداره ډول بوختې شي او له اقتصادي پلوه به پر خپلو پښو ودرېږي.


