فاریاب کې یو شمېر کروندګرې ښځې د اوبو له کموالي او کیمیاوي سرې ته نهلاسرسي څخه شکایت کوي.
دوی وايي، ګرمه هوا، د اوبو کمښت او د دولت او مرستندویو ادارو له خوا د کرنیزو مرستو کموالي د دوی کرنیزې چارې له جدي ستونزو سره مخ کړي.
یادې ښځې ټینګار کوي چې که اړین ملاتړ یې و نهشي، د حاصلاتو لویه برخه یې له منځه ځي او د کرنې د دوام هیله به له لاسه ورکړي.
د فاریاب اوسېدونکې سهیلا خپأ باغ لري، خو د اوبو کمښت او د کرنې په برخه کې د مرستو نشتون څخه شکایت لري.
هغې وویل، د اوبو سرچینو کمېدل او اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو ته نهلاسرسی، د دوی له عمده ستونزو څخه دي.
سهیلا له حکومته غواړي چې د اصلاح شویو تخمونو او اړینو سرو په برابرولو کې جدي پاملرنه وکړي، تر څو کروندګرې ښځې وکړی شي، خپل حاصل زیات کړي او د حاصلاتو د کمښت مخه ونیسي.
«په کرنه کې له ګڼو ستونزو سره مخ یو. مثلاً، مونږ ته کیمیاوي سره نه را رسېږي. په پیل کې هېڅ نهلرو چې سره وپېرو او پر خپلو ځمکو یې وکاروو. سربېره پر دې، کال په کال کلیو کې د اوبو سطحه هم ټیټیږي.»
هنګامه هم د فاریاب اوسېدونکې او کروندګره ده. هغه وایي چې له شلو کلونو راهیسې د کرنې په برخه کې کار کوي، خو لا هم د اوبو د کمښت او د کیمیاوي سرو د نشتوالي له ستونزو سره مخ ده.
هغې له دولت او اړوندو ادارو وغوښتل چې د کرنیزو محصولاتو په برخه کې یې لا ډېر ملاتړ او پاملرنه ورته وشي.
هغې ټینګار وکړ چې دولت او ادارې باید د کرنې، د کیمیاوي سرو د مؤثر استعمال او معیاري اوبهلګولو په برخه کې د پوهاوي ورکولو او روزنیزو پروګرامونو جوړولو ته پام وکړي، تر څو کروندګرې ښځې وکولی شي په مسلکي او دوامدار ډول خپلې کرنیزې چارې پر مخ یوسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«دې وروستیو کلونو کې زموږ زیاتره ستونزې د اوبو او کیمیاوي موادو نشتوالی دی. تاسو فکر وکړئ، موږ تر یوه بریده د کرنې او کرکېلې سره بلد یو، خو تر ټولو جدي ستونزه دا ده چې اوبه او کیمیاوي مواد نه را رسېږي. پخوا، د جمهوریت په وخت کې، ځینې مرستې او روزنیز پروګرامونه موجود وو، خو په دې وروستي کال کې هېڅ مرسته نه ده شوې.»
په همدې حال کې، فاریاب کې د کرنیزو چارو کارپوه احمد ضیا دانش وایي چې ښځې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، خو د کاري فرصتونو او د ملي او نړیوالو بنسټونو د ملاتړ نهشتون، د کروندګرو ښځو ترمنځ پراخې اندېښنې رامنځ ته کړي.
«د سبزیجاتو په برخه کې د ښځو رول او د هېواد پر اقتصاد یې اغېز ډېر مهم دی. ځکه دا ښځې توانېدلې د ټولنې یوه ګټوره برخه وګرځي. دا مهال ډېری ښځې د ستونزمنو شرایطو له امله د خپلو کورنیو لپاره نفقه برابرونکې دي او د خپلو کورنیو مالي ملاتړ کوي.»
له دې سره، د فاریاب د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د انکشاف عمومي مدیر انجنیر نجیبالله میرزایی وایي، د ښځو د ملاتړ او پیاوړتیا په هدف، د مرستندویو ادارو په همکارۍ، د فاریاب په کچه هغو اړمنو ښځو ته چې د کرنې په برخه کې کار کوي، ۱۶۴ د سبزيکارۍ باغچې تنظیم او جوړې شوي دي.
«په ۱۴۰۳ کال کې د کرنیزو پروژو او دفترونو له لارې د کرنې ریاست په همغږۍ فاریاب کې د کروندګرو ښځو شمېر چې د کرنیزو پروژو تر ملاتړ لاندې دي، ۳۱۵۸ ته رسیږي.»
دا په داسې حال کې ده چې د اوبو کمښت او وچکالي د افغانستان په کچه یوه جدي ستونزه ده.
د هوا د تودوخې زیاتوالی او د اوبو د سرچینو کمښت د فاریاب د کروندګرو، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره جدي ننګونې رامنځته کړي دي.


