ټکنده غرمه ده او د کابل ښار پر سړکونو د تودوخې څپې خورې دي، خو دا سوځنده ګرمي د سیما د زړه له دردوونکو کړاوونو ډېرې سختې نهدي.
که څه هم سیما د خپل مخ نیمایي برخه په ماسک پوښلې؛ خو د تندي کرښې او د جامو زوړ رنګ یې د هغې د ژوند د سختیو کیسه بیانوي. سيما کابل ښار کې بولاني پلورونکې ده.
هغه وایي، همدا ساده کسب یې یوازینۍ وسیله ده چې د خپلو ماشومانو لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي. «د ورځې ښايي راته له ۲۵۰ تر ۳۰۰ افغانۍ پاتې شي، ډېر راته نهپاتې کېږي.»
سیما د یوه سړک د ګڼېګوڼې په منځ کې ولاړه ده او هیله لري چې یو څو بولاني وپلوري. که څه هم د کابل ښار پر سړکونو د یوې ښځې لپاره کار کول اسانه نهدي؛ خو ۴۵کلنه سیما چې د دوو ماشومانو مور ده، تر ماښامه سخت کار کوي.

هغه اندېښنه لري چې ماشومان به یې د شپې وږي ویده شي. «زه یتیمان لرم، دوه یتیمان لرم او اړ یم چې ژوند ته یې، رسېدنه وکړم.»
سیما بولاني پلورل د خپلې عاید یوازینۍ سرچینه ګڼي او زیاتوي: «له مزار یوه خپلوان مرسته وکړه چې دا کراچۍ واخلم، بسته بندي کې یې هم مرسته وکړه. همداراز توکي او تجهیزات یې راته ۶۰زره واخیستل او رایې کړل.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سیما اتلس کاله وړاندې خپل خاوند د سرطان ناروغۍ له امله له لاسه ورکړ او له هغه وخت راهیسې د هغې په زړه کې ژور غم پاتې دی؛ داسې درد چې کله ناکله زغمل یې ورته ډېر ګران وي.
هغه په دې اړه وايي: «درد دی چې زغمل یې، ستونزمن دي او هرڅوک یې، زغم نهلري. تېروو یې، خدای مهربانه دی، د خدای په هیلې سره به له دې درد وځوو.»

هغه له دوو کلونو راهیسې کابل کې بولاني پخوي او په یوازې توګه د ژوند له سختیو سره مبارزه کوي. سیما زیاتوي چې مورنۍ مسوولیت هغې ته ځواک ورکړ چې د ستونزو پر وړاندې مقاومت وکړي.
نوموړې وویل: «لوړې هیلې مې درلودې چې اولادونه مې پلار ولري، یو ځای ته ورسېږي؛ خو ونهشول. خدای ترې پلار واخیست. دومره زحمت او تکلیف باسم چې د یوه مور او پلار په څېر ورته کوښښ کوم.»
دې ورځو کې اقتصادي ستونزو د ډېرو افغان کورنیو ژوند ستونزمن کړی دی. سیما د هغو کسانو له ډلې ده چې د کلونو جګړو، محدودیتونو او اقتصادي ننګونو اغېزې پرې ښکاري.
سیما په یوه کرایي کور کې اوسي او هره میاشت پنځه زره افغانۍ کرایه ورکوي. «خپله دلته یم او زړه مې کور کې دی؛ هره شېبه وېرېږم چې د کور خاوند به راشي، دا خپله یو رنځ دی چې نهشم کولای د کور کرایه ورکړم او نهشم کولای چې له کوره ووځم.»

که څه هم بېوزلي او سختۍ د سیما په زړه کې ریښې غځولي او ځینې وختونه یې زغمل ورته ډېر ګران وي؛ خو هغه هېڅکله تسلیم شوې نهده.
هغه په خپل ټول ځواک سره مبارزه کوي، څو یوه ورځ له خپلو ماشومانو سره یوځای د هیلمند، روښانه ژوند، اقتصادي امنیت او غوره فرصتونو څخه خوند واخلي.


