د اوبو کموالي بحران په دوام، تخار کې د شولو کرکېله چې د دې ولایت له اصلي پیداوارو ګڼل کیږي، سږکال د پام وړ کمه شوې.

کروندګر وايي، د دغه کرنیز محصول کرکیله نیمايي ته راټیټه شوې.

د اوبو او بارانونو کمښت او اقلیمي بدلونونه هغه لاملونه دي چې د ځايي خلکو اقتصادي ننګونې او د چاپېریالي وضعیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي.

د تخار د «ګنجل بیک» کلي اوسیدونکی محمد امان وايي، سږ کال یې یوازې په څلور جریبه ځمکه شولې کرلي چې د اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «سږ کال مې په څلور جریبه ځمکه شولې کرلي، خو د اوبو کموالي زمونږ کرنه محدوده کړې. که چېرې شولې ونه‌کرو، مجبور وریجې له بازاره واخلو چې دا زمونږ لپاره ډېره ستونزمنه ده. د اوبو کمښت له امله د شولو پر ځای مۍ، جوار یا لوبیا کرو. د اوبو کمښت د بزګرانو ترمنځ د ټولنیزې ستونزې هم را پیدا کړي، اړیکې مو خرابې شوي. له حکومت او همکارو بنسټونو غواړو چې د اوبو مدیریت ته پام وکړي څو د بزګرانو ستونزه ورسره حل شي.»

د تخار بل کروندګر عبدالحفیظ احمدي چې د «نهرچمن» کلي اوسیدونکی دی وايي، د دې ولایت په زیاتره کلیو کې بزګران د اوبو له سخت کمښت او د ویالو له خرابوالي سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، د مسوولو ادارو لخوا د اوبو سرچینو مدیریت ته نه‌پاملرنه هغه لامل دی چې په دغه ولایت کې یې د شولو د کرکیلې د کیفیت او کیمیت کچه را ټیټه کړې.

هغه زیاته کړه: «مونږ ته اوبو نه رارسیږي. ویالې خرابې دي او ان نشو کولی د سبزیو او بانجانو کښتونه په سم ډول اوبه کړو. شولې بې اوبو او بې کیفیته شوي. که چېرې سمې مدیریت نشي د بزګرانو ترمنځ اختلافات پیدا کولی شي. مونږ له حکومت تمه لرو چې ځمکې وارزوي او زمونږ ستونزې را حل کړي.»

اخوا ځینې کروندګر په تېر ژمي کې د بارانونو کمښت د دې لامل ګڼي چې اوبو کمې او کروندګر اړ کړي څو د شولو له کرنې ډډه وکړي.

د تخار یو بل بزګر سراج الدین یادګار وايي: «سږ کال مې یوازې په دوه جریبه ځمکه شولې کرلي. په تېر ژمي کې د واورو نه ورېدو له امله په کافي اندازه اوبه نه‌لرو. شولې زیاتو اوبو ته اړتیا لري، نو که اوبه نه وي، د شولو کرنه ګټه نه لري. یو شمېر کروندګرو د شولو پر ځای مۍ او جوار کرلي.»

په همدې حال کې کرنیز کارپوه محمدزبیر رحیمي په تخار کې د اوبو د کمښت عوامل د واورې کمه ورېدل، د ځمکې ګرمېدل او له شته اوبو ناسمه ګټه اخیستنه یادوي.

نوموړی ټینګار کوي چې د اوبو په سم مدیریت او مناسبو محصولاتو کرنې سره له ډېر زیان څخه مخنیوی کېدلی شي.

«د اوبو سرچینې د تېر کال په پرتله کمې شوي دي. د ځمکې ګرمیدل، د بارانونو کمښت او د اوبو ناسم مدیریت یې عوامل دي. د منظم پلان او وېش له مخې کېدلای شي د اوبو کمښت کنټرول کړو. په هغو سیمو کې چې اوبه یې زیاتې دي اوس هم د شولو کرنه جریان لري خو کومو کلیو کې چې اوبه کمې شوي په کار ده د شولو پر ځای نور کرنیز محصولات لکه جوار، مۍ او لوبیا وکرل شي.»

له دې سره هم مهاله، د چاپېریالي مسایلو کارپوه عبدالبصیر بیژن خبر ورکوي که د بارانونو کمښت او ګرمۍ زیاتیدل دوام وکړي، د کرنیزو اوبو سرچینې به له لا نورو ډېرو ننګونو سره مخ شي.

هغه زیاته کړه: «اقلیمي بدلونونو، کمو بارانونو او هوا ګرمیدو سره د ځمکې پرمخ او تر ځمکې لاندې د اوبو سرچینې کمې شوي دي. که چېرې دا حالت دوام کوي، د تېزو او غیرمنظمو بارانونو احتمال زیاتیږي چې نېغ په نېغه پر کرنه او د خواړو پر خوندیتوب منفي اغېز لري. د اغېزو د کمولو لپاره په کار ده کوچني ډنډونه او د اوبو ذخیرې جوړې شي، د بې ځایه ژورو څاه ګانو له کیندلو مخه ونیول شي او د اوبو لګو مؤثرې لارې چارې تطبیق شي. کروندګرو ته روزنه او عامه پوهاوی چې د جوماتونو، مدرسو او رسنیو له لارې ممکن دی، ډېر د اهمیت وړ دی.»

په ورته وخت کې د تخار د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست مسوولان وايي، سږ کال پر نږدې ۵۰ زره هکټاره ځمکه د شولې کرنه ترسره شوې.

د دې ریاست د ترویج عمومي مدیر عبدالعلا رادمرد سلام‌وطندار ته وویل: «په ځینو ولسوالیو لکه بهارک او خواجه غار کې د اوبو کمښت ددې لامل شوی چې د شولو کرنه وچه شي. اصلي علت یې دادی چې ددې ولایت اوبه کندز ته انتقال شوې دي. له نېکه مرغه د اوبو منظم بندونه جوړ شوي خو تراوسه هم د اوبو رسولو پرمهال د اوبو ضایعات شته دي چې مشکلات یې جوړ کړي. فلزي دروازو او ویالو تحکیم چارو سره تر یوې اندازه دا ستونزه حل شوې او توانیدلي یو چې د بزګرانو ترمنځ اختلافات هم راکم کړو.»

تخار د هېواد په شمال ختیځ کې پروت مهم کرنیز ولایت دی چې زیاتره اوسیدونکي یې پر خپلو ځمکو شولې کري او له همدې لارې خپلې اړتیاوې پوره کوي.

باور دا دی که د ژمي په موسم کې د بارانونو کمښت، د هوا ګرمېدل او هم‌مهاله د اوبو سرچینو مدیریت ته پام ونه‌شي، د شولو د کرنې پر وړاندې ننګونې زیاتیږي چې په پایله کې یې نه یوازې د وریجو حاصلات کمیږي، بلکې په سیمه‌ییزه کچه به ورسره اقتصادي ستونزې زیاتې او د خواړو پر خوندیتوب هم منفي اغېزې ولري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام