د هېواد په سوېل کندهار له هغو ولایتونو څخه دی چې د ښار ځینو سیمو کي يې خلک د اوبو کمښت په دلیل د یوې ژورې بشري او چاپېریالي بحران سره مخ دي.
اقلیمي بدلون د افغانستان پر نورو ولایتونو هم منفي اغېزې کړي دي خو د ځینو نړیوالو ادارو معلومات له مخې جنوبي ولایتونه يې تر نورو ډېر ځپلي چې له همدې امله خلک کډوالۍ ته اړ شوي او همداشان روغتیايي ستونزې او ټولنیزه بې ثباتي هم پکې ډېره شوې.
په یاده سیمه کې د امام ابوحنفيه په نوم جومات چې له تېرو څو کلونو راهيسي اوبه نهلري، ځايي اوسېدونکي وايي، ځیني وختونه د اوبو کمښت په دلیل د جماعت لمونځ هم پر خپل وخت نه ادا کېږي.
د ۱۲ ناحیې اوسېدونکي عتیقالله وویل: «اوبه نسته مطلق اوبه نسته، یواز د چوک پر سره باندې یوې موسسې یوه ټانکۍ ایښه ده، پخوا به ښه وو، هر ورځ د اوبو ټانکر راتلی، اوس ډېر وخت وروسته راځي.»
د دې سیمې د جومات مشر مشرعبیدالله وايي: «داسې ډېر وخت پیښه شوې چې خلک لمانځه ته راسي، د اوداسه اوبو نهوي، بېرته همداسې ولاړ سي.»
په دغه سیمه کې ګڼشمېر خلک هره ورځ د څښاک اوبه هم د خیراتي ټانکرو له لارې ترلاسه کوي، یا د لسو تر دولسو کیلومترو واټن وهي، څو له یوې لرې سیمې د څښاک اوبه راوړي.
دا حالت اوس یوازې د فزیکي ستړیا موضوع نه ده، بلکې د ټولنیز نظم، ښوونې او اقتصادي ګډوډۍ بنسټ هم ږدي. د کندهار ۱۲ ناحیې اوسېدونکي ذبیحالله وویل: «هره ورځ دوه تر درې ساعتونو په اوبو پسې لس تر دولس کیلومتره مزل کوم چې اوبه نهوي ژوند ډېر سخته دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا د کندهار د ۱۲ ناحيې اوسېدونکي وايي، که یې د اوبو اړتیا پوره نهشي، ډېری کورنۍ به د اوبو د نشت له امله خپلي سيمی پرېږدي.
مرامشاه وايي: «د دې منطقې خلک چې اوبه نه وي مجبوره دي چې کډه وکړي او داسي ځای ولاړ سي چې اوبه لري ځکه د ۱۲ ناحیه لپاره یو ټانکر اوبه د ورځي بسنه نه کوي.»
شفیعالله سلام وطندار ته وویل: «تقریباً دا پنځلس کاله کېږي چې د ۱۲ ناحیه خلک د اوبو له ستونزي سره مخ دي، که چې دلته داوبو غمه ونه خوړل سي خلک مجبوره دي چې دا ځای پریږدي.»
د وروستیو کلونو سروې ښيي چې د کندهار ښار د ځمکې لاندې اوبو سطحه له ۳۰ تر ۴۰ مترو ټیټه شوې. د کندهار د ښاري اوبو رسولو اداره هم تاییدوي چې د کندهار په کچه د نهمي، پنځمي، ۱۲ او ۱۴ ناحیې اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د دوی په خبره، د یوې تازه جوړې شوې شبکې څخه د ۱۲ناحيې لس زره کورنیو ته د اوبو ورکړې بهير یې، پیل کړی او په نور ناحیو کې يې هم د اوبو شبکو جوړولو ته پاملرنه ډېره کړې چې په ځینو کې يې کارونه هم پیل شوي.
د کندهار د ښاري اوبو رسولو او فاضلاب ریاست عملياتي مسوول انجنير نیازاحمد په دې اړه وویل: « ښار کې تجارتي برمې تر پنځوس پورې، برمې یا ژورې څاګانې سته چې د ټانکرانو په مټ اوبه ترې اخلي، دا ټولي برمې کابو ۱۵۰ اینچه اوبه ۲۴ له ځمکي راباسي، دا وچکالي او ځیني نورې خپل سرې برمې د دې لامل سوي چې اوبه کمې سي، د یوې سروې له مخې، ۲۰۲۵کال کې به کندهار یو وچو ښارونو څخه وي چې اوبه به نهلري.»
د معلوماتو پر بنسټ په ټولیزه توګه د کندهار ښار تر ځمکي لاندي اوبه کچه د تیرو کلونو په پرتله ډېره ټیټه شوې چې هم هم مهاله د خلکو او نړیوالو ادارو اندېښنې يې هم ډیرې کړي.


