عبدالشکور د جلال اباد د ښار شپږمې ناحیې د خالص فامیلیو سیمې اوسیدونکی دی. نوموړی وايي په کور کې د څښاک د اوبو ژوره څاه یې له دې امله وچه شوې چې په سیمه کې کروندګرو د کرنیزو ځمکو د اوبه کولو لپاره ژورې څاه‌ګانې کیندلي او ټوله ورځ د لمریزې برښنا په مرسته اوبه کېږي.

نوموړی وایي چې د اوبو کمښت یې ژوند سخت کړی او له اړوند چارواکو غواړي چې یادې ستونزې ته دې سېدنه وکړي.

نوموړي وویل: «دلته خالص فامیلو ته نږدی خلکو غټ کوهیان وهلي  چې له سهار تر ماښامه په سولرونو باندې اوبه راباسي او څاه ګانې ورسره وچیږي هر شپږ میاشتو.کې یو ځل څاه کې کار کوو خو بیا هم اوبه نه ورکوي بیرته وچیږي دلته خلک فصلونه په همدې اوبو باندی اوبه کويکنو غټ مشکل یې جوړ کړی دی دا باید د سیند له اوبو ورته اوبه راواړوي.»

په ورته مهال منهاج‌الدین چې د اوومې ناحیې د سبزاباد اوسېدونکی دی، وايي د موټر وینځونکو له لوري د خوږو اوبو زیات مصرف د بحران یوه بله مهمه برخه ده.

هغه وویل: «دلته چې څومره موټرشویانې دي دوی اوبه زیاتې مصرفوي او دا د دې لامل کیږي چې ورسره د ځمکې لاندې اوبه کمېږي او خلکو ته ستونزې جوړیږي یو خو د افلیمي بدلون سره د اوبو.کمښت ستونزه زیاته شوې او ورسره داسې بېځایه اوبو مصرف نور هم مشکل زیاتو نو دې برخې ته باید حکومت توجه وکړي.»

بل‌خوا د اوبو برخې کارپوهان بیا وایي چې د زراعت او موټر وینځلو لپاره تر ځمکې لاندې خوږې اوبه راویستل به په څو کلونو کې تر ځمکې لاندې اوبه کمې او یا په ځینو سیمو کې ختمې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اوبو برخې کارپوه وحید اسلام  وایي چې د ځمکو خړوبولو لپاره دې د باران اوبو لپاره لویې ذخیرې جوړې شي او همدارنګه دې د موټر وینځلو لپاره د سیندونو له اوبو استفاده وشي تر څو تر ځمکې لاندې خوږې اوبه خوندي پاتې شي.

هغه زیاته کړه: «خوږې اوبه بیخي کمې دي له هغو.اوبو چې په طبیعت کې موجودې دي دوه نیم فیصده یې خوږې اوبه دي چې د همدې خوږو اوبو دیرش سلنه زمونږ په لاس کې دي او د افغانستان په اکثره نقاطو کې شته او دا چې دا اوبه د زراعت لپاره په خپل سر راوباسو او داسې بیځایه یې مصرف کړو  دا ناسمه ده او د اقلیم  په خرابولي کې رول لري.»

ورته مهال د ننګرهار ځايي مسوولان وایي چې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره به د کانال  ټولې ویالې فعاله کړي او ددې تر څنګ به موټر وینځونکو ته د سیند پر غاړه مناسب ځایونه برابر کړي.

د مسوولانو په خبره، پلان لري چې د اوبو مصرف لپاره ځانګړي شوي میټرونه هم ولګوي.

ننګرهار کې د اوبو او برېښنا ریاست ویاند جهانزیب غني، وايي چې شاوخوا ۲۰۰ موټر شویانې یې ثبت کړي او هڅه کوي چې دا فعالیتونه د خوږو اوبو پر ځای د سیند له اوبو سره تنظیم شي.

نوموړي وویل: «مونږ په کوښښ کې یو جې موټر وینځونکو ته د سیند په غاړه داسې سوه مناسبه ساحه پیدا کړو چې د جلال اباد ښار ټولې موټر شویانې هلته انتقال کړو هم به یې مصرف د سیند له اوبو شي  او هم به د ځمکې لاندې اوبو باندې تا ثیر ونکړي.»

د ننګرهار اوسېدونکي، کارپوهان او مسؤلین ټول د اوبو د کمښت په اړه جدي اندېښنه لري. که څه هم ځینې اقدامات پیل شوي، خو د حل لپاره اوږدمهاله او سمه پالیسي، د اوبو د مدیریت پلان، او د عامه پوهاوي پراخ کمپاینونه اړین دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام