د هېواد د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي د خپلو نورو ورځنیو ستونزو ترڅنګ، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون او وچکالۍ منفي اغېزې هم زغمي.
د غزني اوسېدونکي هم له څو کلونو راهیسې پرلهپسې وچکالۍ تجربه کوي چې د کرنې او مالدارۍ ترڅنګ د اوبو کمښت د خلکو ټولنیز ژوند هم اغېزمن کړی دی.
د غزني ښار د بېلابېلو سیمو یوشمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو څاګانو کې د اوبو د کچې ټیتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې په ځینو سیمو کې د اوبو څاهګانې د وچېدو په حال کې دي.
د غزني اوسېدونکي جاناقا وویل: «موږ پخوا یوه څاه درلوده او ډېرو خلکو به ترې اوله وړې، اوس موږ پخپله بوشکه اخلو او د خلکو کورونو ته د اوبو راوړلو لپاره ځو. حکومت کولای شي، د هغو خلکو سره مرسته وکړي چې باغونه لري، ځمکه یې سولر لري او اوبه یې ډېرې دي، د هغوی لپاره د قانون په جوړولو سره چې په ټولو باغونو کې د څاڅکو اوبو لګولو سېسټم ته وده ورکړل شي.»
خان محمد سلاموطندار ته وویل: «په دغه اخرو کې څاوو اوبه ښکته تللي او اکثرا څاګانې خشکې دي. بیخی اوبو نه راکاږي؛ نو له ډېرږ مشکلاتو سره موږ د کلي خلک مشکلاتو سره مخ یوو. ډېر لرې زو بیا له هغه حای نه اوبه راولو. ډېر په تکلیف یوو.»
د دغه ولایت اوسېدونکي سرپرست حکومت څخه د اوبو د مدیریت لپاره د حللارو غوښتنه کوي او وايي چې د وچکالیو دوام او د خلکو له لوري د اوبو بېځایه استعمال به د اوبو د کمښت ستونزې نورې هم زیاتې کړي.
د غزني د خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکی صمیم وویل: «ځمکې وچې دي، زموږ مېوې په ونو کې خرابې شوې دي، هغه څاګانې چې موږ د اړتیاوو لپاره کېندلي اوبه نهلري. د اوبو کچه ټیټه شوې ده، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي. موږ له حکومت څخه غوښتنه کوو چې زموږ ستونزې ژر تر ژره حل کړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې د کرنې او چاپېریال ساتنې برخې یوشمېر کارپوهان غزني کې د وچکالۍ د دوام په اړه اندېښنه څرګندوي او ټینګار کوي چې د اوبو د مدیریت لپاره باید منظم اقدامات وشي.
د پوهنتون استاد حشمتالله سایس وايي: «نن ورځ، موږ او تاسو ټول د دې شاهدان یو چې د ځمکې لاندې اوبو کچه یا د اوبو کچه راټیټیږي. د وچکالۍ او د اوبو کمښت سره د مبارزې یوه لاره د ځمکې لاندې اوبو معیاري کارول کېدی شي، په ځانګړي توګه په غزني کې، چېرې چې د بزګرانو لهخوا د کارولو وړ ډېری اوبه د ځمکې لاندې اوبه دي او موږ کولای شو دا ستونزه تر یوې اندازې پورې د څاڅکو یا سپرینکلر سېسټمونو یا نورو عصري او پرمختللي سېسټمونو په کارولو سره حل کړو.»
دوامداره وچکالۍ او د اوبو بېځایه استعمال، غزني کې سیمهییز مسوولان هم اندېښمن کړي.
د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د نشراتو څانګې مسوول محمد ذکریا هوتک سلام وطندار ته وویل چې ریاست یې دغه ولایت کې د اوبو د مدیریت لپاره عصري کرنیز میټودونه د حل لاره ګڼي او دغه برخه کې یې د خلکو عامه پوهاوي لوړولو پروګرامونه هم پلان کړي دي.
نوموړي وویل: «که دا ډول فعالیتونه دوام ومومي، نو دا به زموږ اوبه او کرنیزې سرچینې لهمنځه یوسي. د غزني کرنې ریاست به د اوبو مدیریت لپاره بزګرانو او باغ لرونکو ته د څاڅکو او سپریکر په څېر د اوبو لګولو نوي میتودونه معرفي کړي. زموږ بزګرانو او باغلرونکو ته زموږ پیغام دا دی چې اوبه زموږ د راتلونکو کلونو لپاره یوه ملي شتمني او امانت دی او خلک باید د ژورو څاګانو له کیندلو څخه ډډه وکړي.»
غزني د هېواد یو له کرنیزو ولایتونو څخه دی؛ خو په وروستیو کلونو کې د وچکالۍ ترڅنګ د ژورو څاګانو کیندلو او د بزګرانو او باغلرونکو لهخوا د اوبو زیاتې کارونې له امله، د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو لاسرسی محدود شوی، هغه څه چې که په سمه توګه مدیریت نشي، ښايي په نږدې راتلونکي کې د دغه ولایت د خلکو لپاره لویې ستونزې رامنځته کړي.


