د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د والیبال ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې سیالي د «الیاس خان بابا» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د دغه ولایت د بدنی روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل، دغه سیالي چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، د لوګر ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه ۳۰ غوره لوبډلو او لسګونه لوبغاړو ګدون کړی وو.
نوموړي زیاته کړه، «له یادو سیالیو جوړېدو څخه موخه د کوچني اختر سالمه لمانځنه، د والېبال ورزش ته وده ورکول او د ورشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامځنته کول وو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نعیمزي زیاته کړه، د کوچني اختر په مناسب د جوړو شویو سیالیو پایلوبې ته د کلنګار او الیاس خان بابا لوبډلو لاره موندلې وه چې الیاس خان لوبډلې وکولای شول خپلې سیالې لوبډلې ته ۳/۲ ماته ورکړي او اتلولي په خپل نوم کړي.
هغه وویل، هڅه کوي لوګر کې د والیبال ورزش ته وده ورکړي او د ورزشکارانو په وړاندې شته ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم لوګر ولایت کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د «رمضان جام» په نوم دوالېبال سیالۍ جوړې شوې وي.


