د ونزویلا حکومت د متحده ایالاتو د جنګي الوتکو له لوري خپلو پولو ته نږدې د «ناقانونه یرغل» په اړه اندېښنه څرګنده کړې او واشنګټن یې د «پوځي ځورونې» او د هېواد د ملي امنیت د ګواښلو په تور تورن کړی دی.

د ونزویلا د دفاع وزیر، جنرال ولادیمیر پادرینو، ویلي چې لږترلږه د امریکا پنځو F-35 جنګي الوتکې د دغه هېواد ساحل ته نږدې د الوتنې پرمهال لیدل شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي ټینګار وکړ: «دا یو ښکاره ګواښ دی چې د امریکا امپریالیسم جرأت کړی، زموږ د سواحلو ترڅنګ راښکاره شي.»

پادرینو زیاته کړه چې د ونزویلا وسله‌وال ځواکونه د هر ډول احتمالي ګواښ د دفع کولو بشپړ چمتووالی لري او نړیوالې ټولنې ته یې غوښتنه وکړه چې د واشنګټن د «تحریکوونکو اقداماتو» پر وړاندې بې‌پروا پاتې نه‌شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او ونزویلا اړیکې د اوږدې مودې راهیسې ترینګلې دي، او کاراکاس واشنګټن په دوامداره توګه د خپلواکۍ د نقض او د حکومت د بې‌ثباته کولو په هڅو تورنوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام