پکتیا یو له هغو ولایتونو شمېرل کیږي چې په دې وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون له امله یې د اوبو ډیری زیرمې وچې شوي او یا هم له مینځه تللي.

د پکتیا ولایتي مسوولان وايي، د ځمکو خړوبولو لپاره د چینو او کاریزونو اوبو په وچېدو سره د کرنې او ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو سرچینې کمې شوي چې ورسره هم‌مهاله، بزګرانو د ځمکې لاندې اوبو د رایستلو لپاره د سولر سیستمونه برابر کړي او په ډېره زیاته اندازه اوبه مصرفوي.

دوي زیاتوي، د اوبو دا ډول مصرف د ځمکې لاندې اوبو سطحه په بې‌سارې ډول ښکته کړې او کرنې ته زیان رسولی.

د اوبو د داسې بېځایه مصرف مخنیوي او اقلیمي اغېزو کمولو لپاره تازه د پکتیا د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولانو د ولایت په کچه یوه کمیټه جوړه کړې چې له بزګرانو سره تخنیکي مرسته کوي، څو په خپلو ځمکو کې د څاڅکو سیستم پلی کړي.

د پکتیا د اوبو او انرژۍ رییس مولوي محمد کریم فاتح سلام‌وطندار ته وویل، تر اوسه یې په مرکز ګردېز، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې یوازې له درې تر څلور زره جریبه ځمکه باندې د څاڅکو سیستم پلی کړی.

هغه وویل، د ځمکو خړوبولو یاد سیستم پلې کېدو لپاره کومه ځانګړې بودیجه نه‌لري او تر اوسه یې ټول لګښت د بزګرانو لخوا ورکول کیږي چې ورسره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه را پورته او د اوبو زیرمې به وساتل شي.

«موږ سږ کال د اوبو هغه سیستم چې په بانجانو، پیازو او په نورو هغو چې اوبه زیاتې مصرف کیدې د هغه لپاره مو قطری سیستم چې یو نړیوال سیستم دی په بزګرانو او د ځمکو په اجاره کوونکو باندې د وزارت مقام د هدایت سره موافق هغوی له ۳ زره ان تر ۴ زره جریبه ځمکه هغه په قطری سیستم چې دا یو عصري سیستم دی په دې ځمکو کې پلی شوی دی.»

د کرنې برخې کارپوهان هم وایي، په دې وروستیو کلونو کې اقلیمي بدلون د کرنې په برخې منفي اغېز کړی او بزګران د خپلو ځمکو خړوبولو لپاره کافي اوبه نه‌لري چې له امله یې حاصلاتو کې هم کمښت راغلی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کرنیز متخصص عزیزالله کریمي وايي، نه یوازې کرنه زیانمنه شوې بلکې څړځایونه هم له منځه تللي چې په پایله کې مالداري هم د پام وړ له زیان سره مخ ده.

ښاغلی کریمي هم د ځمکو خړوبولو لپاره د څاڅکي سېستم ګټور یادوي چې کولی شي له ۵۰ تر ۷۰ سلنه د اوبو سپما کې اغېزمن تمام شي.

«قطریي سیستم ډېرې ګټې لري له ۵۰ تر ۷۰ سلنه د اوبو په مصرف کې کموالی راولي نسبت هغه محلي یا عرق ابي سیستم ته همدارانګه خاوره حاصل خیزه کوي او محصولات زیاتوي.همداشان قطریي سیستم په اسانه کنترول کیږي یعنې انساني قوه ډېره نه غواړي.دا طریقه د بې ځایه بوټو د کنترول او د امراضو د کنترول لپاره ډېره موثره تمامیږي.بزګرانو ته دېره اقتصادي تمامیږي.»

ورته وخت کې بزګران هم چې وروستیو وچکالیو زیانمن کړي، د څاڅکو سېستم فعالولو ته خوشاله دي.

کابل‌خان چې د زرمت ولسوالي د «نورخېلو» کلي اوسیدونکی دی په خپله ۱۲ جریبه ځمکه یې سږ کال هندواڼې کړي او د څاڅکو په سیستم یې خړوبوي.

نوموړی وايي، مخکې به یې د ویالو له لارې خپل کرنیز فصلونه اوبه کول چې زیاته اندازه اوبه به بېځایه تلې او د دوی کرنیزو فصلونو ته به په کافي اندازه نه رسیدې.

«دا سیستم ډېرې اوبه نه غواړي نوره خو وچکالي خبره شته خو دا ډېر ښه سیستم دی که یو سړی ۲۰جریبه، ۳۰ جریبه حتا ۵۰ جریبه وکري انشاالله د دې د اوبو مصرف بیخي کم دی. نور خو وچکالي شته خدای ج دې رحم وکړي اوبه خامخا ښکته ځي یعنې د تېر او سږ کال یې ډېر فرق دی چې اوبه ښکته شوې دي هغه تېرو دوه کلونو په پرتله یې هم ډېر فرق دی موږ چې خپلو څاه ګانو ته ګورو د وچکالي له امله اوبه ښکته روانې دي ځکه بارانونه نشته.»

د یادې سیمې بل بزګر صفت الله هم چې د ځمکې خړوبولو لپاره له دې نوي سیستم کار اخلي، د تېرو کالونو په پرتله کرنیزو حاصلاتو ته خوشبین دی.

هغه وویل د څاڅکو سیستم کې اوبه یوازې نبات ته رسیږي او پاتې ځمکه دغسې پاتې کیږي چې د نوور ګیاوو مخنیوی کیږي او په دې سره نبات ښه وده کوي.

«زما له ټولو بزګرانو دا غوښتنه ده چې اوبه باید کمې مصرف کړي ځکه اوبه ډېرې قیمتي دي نو دا که یو ځل ښکته شوې بیا یې پرته له الله بل څوک نشي راجیګولي. نو زما له ټولو بزګرانو غوښتنه ده چې که لوبیا وي یا بانجان وي یا بل شی وي باید په قطریي سیستم یې وکري، ځکه بې اوبو ژوند نه کیږي نو هر فصل چې کري باید په قطریی سیستم یې وکري.»

کروندګر د څاڅکو سېستم د دې تر څنګ چې د حاصلاتو زیاتېدو لامل ګڼي، په اقتصادي لحاظ هم د هر بزګر له توان څخه پوره یادوي.

غوښتنې دادي چې وروستیو اقلیمي بدلونونو ته په پام، د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي لپاره په ټولو هېواد کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره ورته لارې چارې برابرې او په اړه یې کروندګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام