د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې په ایران کې د ولسي معترضانو پر وړاندې تاوتریخوالی او وژنې زیاتې شوي او که د معترضانو اعدامونه دوام ومومي، متحده ایالات به د ایران د حکومت پر وړاندې قوي او جدي اقدامات وکړي.
ټرمپ د معترضانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په غندلو سره ویلي، اعتراض د خلکو مشروع حق دی، خو وژنې او اعدامونه د منلو نه دي او بدې پایلې به ولري.
ډونالډ ټرمپ ویلي: «د اعدامونو په اړه مې څه نه وو اورېدلي، خو که دوی داسې کار وکړي، نو داسې څه به وویني چې تمه یې نه لري. موږ به ډېر قاطع اقدام وکړو. زموږ وروستۍ موخه بریا ده. موږ نه غواړو هغه څه چې دا مهال په ایران کې روان دي دوام ومومي. اعتراض یو شی دی، خو کله چې وژنې او اعدامونه پیل شي، دا به ښه پای ونه لري.»
د امریکا ولسمشر همداراز د ایران له مشرانو غوښتي چې انساني چلند غوره کړي او د ولسي اعتراضونو له ځپلو لاس واخلي.
په همدې حال کې، د قطر د بهرنیو چارو وزیر حمدبن جاسم بن جبر پر اېکس (پخواني ټویټر) خپور کړي پیغام کې خبرداری ورکړی چې په ایران کې د امریکا هر ډول لاسوهنه، که پوځي وي او که د معترضان ملاتړ، د سیمې بېثباتي به زیاته کړي او د امریکا د سیمهییزو متحدانو ګټو ته به زیان ورسوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې د روان کړکېچ یوازینۍ حللاره ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل: «د ایران پر ضد هر ډول پوځي اقدام به د امریکا د متحدانو په ګټه نه وي او نه به د سیمې ثبات ته ګټه ورسوي. هر اقدام چې ایران بېثباته کړي، ګډوډي به رامنځته کړي او ناڅرګندې پایلې به ولري.»
قطر له امریکا او ایران غوښتي چې د تاوتریخوالي د کمولو او د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره جدي او چټکو خبرواترو ته چمتووالی ونیسي.
بلخوا، د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني سهشنبه، یوه خبري ناسته کې امریکا د ایران په کورنیو او مدني چارو کې په لاسوهنې تورنه کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
فاطمه مهاجراني وویل: «زموږ مدني اعتراضونه ترهګریز بریدونه وبلل شول او د خلکو مشروع اعتراضونه تحریف شول. لکه څنګه چې د مذاکراتو مېز بمبار شو، زموږ مدني اعتراضونه هم تر برید لاندې راغلل. حکومت معترضان د خپلو اولادونو په توګه ګڼي.»
په همدې حال کې، د ایران د بشري حقونو د یوه بنسټ له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې د اعتراضونو په ۱۷ورځو کې شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ معترضان وژل شوي، تر زرو ډېر ټپیان شوي او له ۱۸ زرو زیات کسان نیول شوي؛ هغه شمېرې چې تراوسه د ایران حکومت نهدي تایید کړي.
د نړیوالو اړیکو یوشمېر شنونکي خبرداری ورکوي چې که امریکا په ایران کې مداخله وکړي، د دغه هېواد ستراتیژیک شریکان لکه روسیه، چین او نور هېوادونه به هم عملي اقدام ته داخل شي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیبالرحمن شمال وايي، که د معترضان اعدامونه پیل شي، د امریکا غبرګون به حتمي وي او دا به د سیمې وضعیت نور هم پېچلی کړي.
نجیبالرحمن شمال وویل: «که معترضان اعدام شي، د امریکا جدي اقدامات به عملي شي. که متحده ایالات د ایران پر ضد اقدام وکړي، نو هغه هېوادونه چې د ایران ملاتړ کوي، لکه چین او روسیه، به نور چوپ پاتې نه شي، ځکه د هغوی ګټې هم له ګواښ سره مخ کېږي.»
په ایران کې د ولسي اعتراضونو نوې څپه شاوخوا اتلس ورځې وړاندې پیل شوې ده. د دغو اعتراضونو اصلي لاملونه سخت اقتصادي وضعیت، وزګارتیا، لوړ انفلاسیون او د خلکو پر ورځني ژوند اقتصادي فشارونه بلل کېږي؛ هغه اعتراضونه چې دامهال د ایران د حکومت پر وړاندې له جدي ننګونو څخه شمېرل کېږي.


