د ملګروملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کارونې بڼه د بدلون په حال کې ده او د دودیزو نشه‌یي موادو ترڅنګ د مصنوعي نشه‌یي توکو او طبي درملو ناوړه کارونه مخ پر ډېرېدو ده.

د دې راپور له مخې، که څه هم دودیز نشه‌يي مواد تر ټولو زیات کارول کېږي، خو د متامفتامین (شیشه) او ځینو ګولیو استعمال په څرګند ډول زیات شوی دی.

په ارزونه کې ویل شوي چې ۴۶سلنه نارینه تر ټولو زیات چرس کاروي، ورپسې تریاک ۱۹سلنه، ټابلیټ‌کا ۱۱سلنه او متامفتامین ۷سلنه یاد شوي دي.

یاد راپور «افغانستان کې د نشه‌یي توکو د ملي سروې  (NSDA)»­ درېیم او وروستی ټوک دی چې د UNODC له‌خوا د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ شوی دی.

دا سروې تر ډېره د روغتیا پر محور راڅرخي او د درملنې د مرکزونو ارزونه او د لوړ خطر لرونکي مصرف څېړنه په‌کې شامله ده. وروستۍ ملي سروې تر دې مخکې په ۲۰۱۵کال کې شوې وه.

راپور همداراز د نشه‌یي توکو د استعمال دروند اقتصادي بار هم روښانه کوي. د بېلګې په توګه، د متامفتامین لګښت کولای شي د ورځنۍ کارګرو د عاید تر ۱۳۸سلنه او یا د مسلکي کارګرو د ورځني مزد تر ۶۷ سلنه پورې رسېږي.

ډېری دوامدار مصرفوونکي فقر، وزګارتیا او مالي ستونزې د نشه‌یي توکو د استعمال اصلي لاملونه ګڼي. سربېره پر دې، جسمي دردونه، روغتیايي ستونزې، رواني فشارونه، کورنۍ ستونزې او اعتیاد هم د نورو عواملو په توګه یاد شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د UNODC سیمه‌ییز استازي، اولیور ستولپ، ویلي: «زموږ موندنې ښيي چې د نشه‌یي توکو استعمال له فقر، بې‌کارۍ او نه پوره کېدونکو درملیزو اړتیاوو سره نږدې تړاو لري. اغېزمن غبرګون باید درملنه او د زیان کمول د لومړنیو روغتیايي خدمتونو، رواني ملاتړ او ټولنیز خوندیتوب سره یوځای کړي.»

په افغانستان کې د UNDP استازي، سټیفن رودریکس، ویلي چې دا ملي سروې د نشه‌یي توکو د استعمال واقعي انځور وړاندې کوي او د داسې پالیسیو او پروګرامونو د جوړولو لپاره بنسټ برابروي چې د روغتیايي ستونزو، د درملنې د بهیر او د اصلي لاملونو لکه د کار او اقتصادي فرصتونو نشتوالي ته رسېدنه وکړي.

راپور همداراز د لوړ خطر مصرف په اړه پخوانیو موندنو ته اشاره کوي، چې له مخې یې ۸ سلنه کسانو ویلي چې د ژوند په اوږدو کې یې نشه‌یي توکي د تزریق له لارې کارولي، له ۷۵ سلنې زیاتو د ستنو ګډ استعمال راپور ورکړی او نږدې نیمایي یې د ضدعفونۍ وسایلو ته ناپایدار لاسرسی یاد کړی دی.

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د اسلامي امارت حکومت په هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز لګولی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام