د سرپُل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې ناپېژنده کسانو یوه ۴۰ کلنه ښځه زندۍ کړې او وژلې یې ده.
د سرپُل د امنیې قومنداني ویاند دینمحمد نظري سلاموطندار ته ویلي چې دغه ښځه نن یکشنبه د لړم ۱۵مه د مرکز د ناحیهدشت اړوند خرابه کلي کې رامنځته شوې ده.
نظري زیاته کړې چې د یادې ۴۰کلنې مېرمنې جسد د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د پرسونل له لوري روغتون ته لېږدول شوی دی.
بلخوا د سرپُل د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند د کشف امر شفیعالله زرقاوي بیا د یادې پېښې لامل کورنۍ ستونزې او اخلاقي فساد په ګوته کوي.
د زرقاوي په وینا، استخباراتي او کشفي ارګانونه د یادې پېښې د عاملانو د نیولو لپاره هڅې پیل کړي دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې بېګاه شپه هم د دغه ولایت په صیاد ولسوالي کې ناپېژنده کسانو یو کس لومړی وهلی او ټکولی و او وروسته یې وژلی و.