ناپېژنده کسانو سرپُل کې یوه ۴۰ کلنه ښځه وژلې
د سرپُل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې ناپېژنده کسانو یوه ښځه وژلې ده. د سرپُل د امنیې قومنداني ویاند دینمحمد نظري سلاموطندار ته ویلي، دغه ښځه نن یکشنبه د لړم ۱۵مه د مرکز د ناحیهدشت اړوند خرابه کلي کې رامنځته شوې ده. نظري زیاته کړې، د یادې ۴۰کلنې مېرمنې جسد د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت د پرسونل له لوري روغتون ته لېږدول شوی دی.