د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې اداره یا یونېسف وايي چې په افغانستان کې د ښوونځیو یوه لویه برخه د اساسي اسانتیاوو له کمښت سره مخ ده چې د ماشومانو پر زدهکړو ناوړه اغېز کوي.
یونېسف نن دوشنبه، وري درېیمه، ویلي چې د افغانستان شاوخوا درېیمه برخه ښوونځي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري او نږدې نیمايي ښوونځي د مناسب تشناب (روغتیايي سرویس) له نشتوالي سره مخ دي.
د راپور له مخې، له ۶۰سلنې ډېر ښوونځي د نجونو لپاره جلا تشنابونه نهلري چې دا ستونزه د نجونو د زدهکړو پر دوام منفي اغېز کوي او د هغوی د ښوونځي پرېښودو کچه لوړه کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
یونېسف زیاته کړې چې د پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی د ماشومانو منظم حضور په ټولګیو کې کم کړی او د زدهکړو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.
دغه اداره وايي چې د نړیوال بانک په همکارۍ هڅه کوي، څو د افغانستان په ښوونځیو کې د اوبو، حفظ الصحې او روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ښه کړي.
یونېسف همدارنګه ویلي چې تر دې دمه د لوګر په نهو ښوونځیو کې نوې اسانتیاوې برابرې شوي چې له امله یې تر ۲۳۰۰ ډېر زدهکوونکي او ۴۷ ښوونکي مستقیماً ګټه اخیستې ده. تمه ده چې دا بدلونونه به نور ماشومان هم بېرته ښوونځیو ته وهڅوي او د نوملیکنې کچه لوړه کړي.


