د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړيو او د افغانستان له متحدانو سره کار کوي، ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه دا ډله له تاوتریخوالي راګرځوي او د سولې هڅې پیاوړې کوي.
حمدالله محب دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو هغې کمېټې ته چې پر طالبانو د ۱۹۹۸ کال د بندیزونو څارنه کوي، خپله وینا کې کړې دي.
محب ويلي، طالبانو چې له حکومت او ټولنې سره بېمخينې تاوتريخوالي ته مخه کړې، د مذاکراتو له مېزه تښتي او سفرونه کوي.
نوموړی زياتوي، طالبان ژمنې ماتوي او له ازادېدو سره سره جګړې ته ستنېږي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بنديزونه خورا مهم دي.
ولسمشر محمداشرف غني هم د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په ناسته کې چې د لړم مياشتې په دېرشمه نېټه د افغانستان سولې په اړه جوړه شوې وه ويلي و، د بندیزونو پلي کیدل له طالبانو سره د خبرو د بریا لپاره يوه مهمه وسيله ده.
ولسمشر ويلي و، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بنديزونه هغه مهال ګټور کېدای شي چې د سولې په اوسنۍ پروسه کې کوم بدلون د څرګند پرمختګ پربنسټ وي.
د ملګرو ملتونو د سازمان د دوی د ځینو غړيو له لوري پر طالبانو له کلونو راهيسې بندیزونه لګول شوي دي چې په دې کې د یو شمېر طالب مشرانو پر سفرونو بندیزونه هم شامل دي. د امريکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د شوې هوکړې یوه ماده د بندیزونو لرې کول دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغې کمېټې رياست چې پر طالبانو بندیزونه څاري، هند يې مشري کوي. ناروې، ایرلینډ، کینیا او مکسیکو د يادې کمېټې غړي دي.
له دې وړاندې طالبانو، د دوی د مشرانو پر وړاندې د بندیزونو په اړه د ولسمشر غني څرګندونې د سولې د پروسې د ګډوډولو یوه هڅه بللې وه.