د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) اعلان کړی چې په ټول افغانستان کې لوږه او خوارځواکي په لوړه کچه د زیاتېدو په حال کې ده او د کروندګرو بېړنۍ او همغږې شوې مرستې ډېرې اړینې دي.

یاد سازمان نن (سه‌شنبه، لیندۍ ۱۸مه/ د دسمبر ۹مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، کله چې کروندګرو ته مناسبه مرسته ورسېږي، دوی د خوړو د تولید او عاید ترلاسه کولو توان لري او حتا د سختو شرایطو او پرله‌پسې اقتصادي او طبيعي ټکانونو وروسته هم کولای شي خپلې کورنۍ خوندي وساتي.

FAO ټینګار کړی: «ستاسو له همغږې او پراخې شوې مرستې سره، د پراخ بحران د لا ژورېدو مخنېوی ممکن دی. ګواښ ډېر جدي دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ملګروملتونو د شمېرو له مخې، روان میلادي کال کې شاوخوا ۲۲ میلیونه وګړي په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د مرستو رسولو دفترونه له سخت مالي کمښت سره مخامخ  دي او د اړمنو خلکو تر ټولو بېړنیو اړتیاوو پوره کولو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

بل‌خوا، د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مخکې ویلي و چې نړیوالې مرستې د خلکو د معیشت د ښه‌والي لپاره مهمې دي، خو دا مرستې باید د زیربناوو پر پراختیا او د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو تمرکز ولري، څو په اوږدمهال کې د افغانانو د ځان‌بساینې زمینه برابره شي.

دغه وزارت ویلي چې لنډمهاله او اوږدمهاله اقتصادي پروګرامونه د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه‌کولو لپاره په اجرا کې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام