د ملګرو ملتونو د چټک غبرګون صندوق ویلي، افغانستان کې یې د اقلیمي بدلونونو له پایلو سره د مقابلې لپاره یو میلیون ډالره ځانګړي کړي.
دغه بنسټ نن (سهشنبه، جوزا ۱۳) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه مرسته د هغو ۹.۵ میلیون ډالرو د مرستو یوه برخه ده چې د اقلیممحوره انساندوستانه اقدامونو پیاوړي کولو په موخه ۸ هېوادونو ته ځانګړي شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګرو ملتونو د بېړني صندوق په خبره، دغه مرسته به د افغانستان، سومالیا، نایجر، چاد، وینزویلا، موریتانیا، مرکزي افریقا او زامبیا په څېر هېوادونو کې وچکالۍ، سېلابونو، د خوړو نهخوندیتوب او نورو بحرانونو ته د ځواب ویلو په برخه کې ولګول شي.
سره له دې چې افغانستان اقلیمي بدلونونو کې ډېره کمه ونډه لري، خو د هغو لسو هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو ډېر له اقلیمي بدلونونو زیانمن دي.



