د UFC یا ازادو سیالیو نړیوال ستوري اسلام مخاچیف د نیویارک په میډیسن سکوېر ګارډن کې د پنځو رونډونو پرله‌پسې برلاسي سره خپل استرالیایي سیال جک ډېلا میډالینا ته ستره ماته ورکړه.

نوموړي د ازادو سیالیو یا یو‌اېف‌سي د ویلټر‌وېټ اتلولي وګټله. مخاچیف چې تازه یې د لایټ‌وېټ کمربند پرېښی او لوړې وزن درجې ته پورته شوی، وښوده چې د وزن بدلون پر هغه هېڅ اغېز نه‌لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسلام مخاچیف د مبارزې له پیله تر پایه د خپلې ځانګړې ځمکنۍ مبارزې او پرله‌پسې فشار په وسیله سیال تر بشپړ کنټرول لاندې وساته او د ۲۵ دقیقو په جریان کې یې هېڅ د جدي ګواښ فرصت ورنه کړ.

دا د مخاچیف پرله‌پسې ۱۶مه بریا ده چې د هغه نوم یې د UFC په تاریخ کې لاپسې ځلانده کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام