د حماس او اسراییل جګړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس غورځنګ لهخوا د «الاقصی طوفان» له عملیاتو وروسته پیل شوه، له دایمي اوربند پرته، د تازه پیل شوو خبرو تر سیوري لاندې درېیم کال ته داخله شوه.
تېر دوه کاله د اسراییل او حماس ترمنځ نښتې تر ټولو خونړی فصل بلل کېږي چې سیمه یې له ژور بشري او سیاسي کړکېچ سره مخ کړې.
که څه هم د جګړې پر مهال پراخې ډیپلوماټیکې هڅې شوي، څو د جګړې پایته رسولو او سولې ته لاره هواره شي، خو د ژورو اختلافونو له امله یې کومه پایله نهده ورکړې.
یو شمېر سیاسي شنونکي سلاموطندار سره خبرو کې وایي، دا دوه کلنه جګړه لامل شوې چې د فلسطین قضیه بیا د نړۍ د سیاستونو سر ته راشي.
همداراز، له اسراییل سره د عربي هېوادونو د اړیکو د عادي کولو بهیر چې کلونه وړاندې د امریکا متحده ایالاتو له لوري پیل شوی و، هم درېدلی دی.
د نړیوالو اړیکو کارپوه مطیعالله آرینپور د غزې جګړې د دویم کال د ارزونې په تړاو وایي، د دې جګړې په پایله کې حماس د سیمې د مقاومت یوه نښه ګرځېدلې او د سولې خبرې د اسراییلو د زیاتو غوښتنو له امله بېپایلې پاتې شوې دي.
«حماس لږ تر لږه توانېدلی چې ځان د مقاومت سمبول په توګه تثبیت کړي. له یو کال راهیسې هڅې روانې دي چې خبرې وشي، خو په دې مذاکراتو کې هېڅ لاستهراوړنه نه لیدل کیږي. اسرائیل غواړي چې حماس په بشپړه توګه بېوسله شي او د غزې په سیاسي راتلونکي کې هېڅ رول و نهلري. دا جګړه سبب شوې چې له اسرائیل سره د اړیکو عاديکېدو بهیر ودرېږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د حماس او اسراییل ترمنځ د روانه جګړې داسې مهال درېیم کال پیلیږي چې د وروستیو راپورونو له مخې، غزه کې د ملکیانو په ګډون د انساني تلفاتو شمېر له ۶۷ زرو لوړ شوی.
همدا اوس، د جګړې د پایته رسولو لپاره د مصر په کوربهتوب تازه ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، دغه هڅې د امریکا د ولسمشر د سولې د طرحې په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د منځني ختیځ د چارو څېړونکی محمدفایق هشام د جګړې د دویم کال په پای کې وایي، روانې جګړې د فلسطین لپاره مهمې سیاسي لاستهراوړنې لرلې او دې جګړې د منځني ختیځ څېره هم بدله کړې.
«د طوفانالاقصی جګړې داسې مهال دوه کاله پوره شول او درېیم کال یې پیل شو چې د فلسطین د مقاومت لپاره یې په سیاسي، امنیتي او ډيپلوماټیکو برخو کې یو لړ لاستهراوړنې درلودلي. په تېرو دوو کلونو کې د منځني ختیځ څېره بدله شوې او دا بدلون د اسرائیلي رژیم د کړنو پایله ده.»
که څه هم د غزې بحران پراخوالی د جګړې د دواړو خواوو لپاره د لاسته راوړنو ارزونه ستونزمنه کړې، خو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا، د اسراییلو نړیوال مقام ته په کتو سره څرګنده ده چې تلابیب نړیوالې ژمنې او د نړۍ منل شوي معیارونه تر پښو لاندې کړي.
د پوهنتون استاد حبیبالله جعفري د منځني ختیځ د سولې او امنیت په اړه خوشبین نهدی، خو ټینګار کوي چې په ټوله نړۍ کې د اسراییلو پر وړاندې د خلکو د بیدارۍ لویه څپه د غزې لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده.
«په ټوله نړۍ کې د اسراییل پر ضد د خلکو پراخ لاریونونه خپله یوه ستره او مهمه لاستهراوړنه ده، چې ملتونه د غزې له خلکو سره ولاړ دي. د نړۍ ډېرو هېوادونو فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت پېژندلی. که د ټرمپ طرحه په رښتینولۍ سره پر مخ لاړه شي، نو ممکن دا د یوه ډول ارامښت لامل شي او سوله را منځ ته شي. خو زه ډېر خوشبین نه یم چې په منځني ختیځ کې دې امنیت حاکم شي.»
که څه هم غزه کې د سولې تامینېدل لاهم له تصوره لرې ښکاري، خو ټولې هیلې اوس د حماس او اسراییل ترمنځ په مصر کې د غیرمستقیمو خبرو پورې تړل شوې دي؛ دغه خبرې چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طرحې په چوکاټ کې ترسره کېږي.


