پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړی چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې له وسلهوالو سره په نښته کې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوي او د یوه افسر په ګډون دوه نور ټپیان دي.
رسنیو نن شنبه د لیندۍ پنځمه لکي مروت د پولیس چارواکو له قوله ویلي چې نښته پرون جمعه د لکي مروت په درګه سیمه کې رامنځته شوې ده.
سیمه کې پولیسو ویلي چې دوی د وسلهوالو پر یوه پټنځای د عملیاتو پر مهال تر برید لاندې راغلي چې په ترڅ کې یې دغه مرګژوبله رامنځته شوې ده.
تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، خو له دې وړاندې یاده سیمه کې د ډېری شویو بریدونو مسوولیت «ټيټيپي» منلی دی.
د پاکستاني لومړي وزیر پر یاده پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې ترهګري لا هم د دغه هېواد لپاره یوه ستره مسله ده او دوی به یې پر وړاندې په زړورتیا درېږي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې څو ورځې مخکې هم یاده سیمه کې د یوه وسلهوال برید پر مهال شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي