د کندهار محلي چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د ۴۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ځمکني ترانسپورټ د دوو پروژو چارې پیل شوې.
د یادو پروژو پرانېستغونډې ته د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست وویل چې د اسلامي امارت د بياځلې واکنمېدو راهیسې د هېواد ترانسپورتي نظام د معياري بدلون په حال کې دی.
نوموړی وایي، تر راتلونکو ۱۴ مياشتو به کندهار کې د معياري ترمینل جوړولو دوه پروژې د ۴۵۱ مليونه افغانیو په ارزښت پلې شي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست حمیدالله اخندزاده وویل: «د دواړو پروژه ساختماني چاري به د ۱۴میاشتو په موده کې بشپړې شي. د پروژو د تطبیق په مرحله کې به هرې پروژه کې د ۱۵۰ څخه تر ۲۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.»
په ورته مهال د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد وايي، د تېرکال راهیسې د اسلامي امارت د زيربنايي پروژو پلېکېدو ترڅنګ د کانونو استخراج ټاپي پروژې چارو پېل او د واخان دهليز د لومړۍ برخې بشپړېدو برخه کې پام وړ پرمختګونه درلودل.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «د ټاپې پروژې پیل چي تیر کال وشو؛ د دې څخه به افغانستان دکال څخه یوازي دترانسپور او ټرانیزیټ څخه ۵۵۰ میلیونه ډالره عواید ولري د ټاپې پروژې یو بله ګټه داده چي تر اوسني انټرنیټ دولس برابره چټک انټرنیټ ولرو.
د کندهار اوسېدونکې هم ترانسپورتي نظم برخه کې د معياري ترمنلونو جوړول د ترافيکي ګڼوګڼي د مخنیوي کې ګټور ګام بولي.
د کندهار وسېدونکی امير لالی وايي: «دا ډېر ښه کار وشو چي د دامان ولسوالۍ پنځه حوزه کي نن د اډې پرانیسته وشوه ، دا خلکو ته د کار زمینه هم مساعده کړي.»
د اسلامي امارت د مسوولانو د معلوماتو له مخې، د روان کال د پېل لپاره يې د ځمکني او هوايي ترانسپورت د سيستمونو لپاره ګڼي پروژې پلان کړي چې پلېکېدو سره به د هېواد ترانسپورتي سيستم نور هم معياري شي.