د لوګر پلعلم ښاروالي مسوولان وايي چې په پلعلم ښار کې دوه پراختیایي پروژې د ښاروالي له داخلي بودیجې څخه د شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د درېوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولایت والي ویاند صدیق احمدصدیقي سلاموطندار ته وویل، په یادو پروژو کې د پلعلم ښار اړوند پایخېلو سیمه کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۹۰۰ متر مربع پلو لارو سنګ فرش کول او د هوني سفلا په سیمه کې د یو میلیون افغانیو په ارزښت سره د ۸۵۰ متر مربع اوسپنیزو کټارو نصبول شامل دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، پلعلم ښاروالي هڅه کوي چې د ښاریانو له غوښتنې او اړتیا له مخې، ښار ته پراختیا ورکړي او ورته پروژې عملي کړي.
تېرکال هم د پلعلم ښاروالي د شاوخوا څلور میلیونه افغانیو په ارزښت په یاد ښار کې ورته پروژې پلې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي.